امریکا پاکستان ته د ۷۵ طالب مشرانو نوملړ سپارلی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر خواجه اصف ويلي، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر ريکس ټيلرسن پاکستان ته د سفر پر مهال دوی ته د سراج الدين حقاني په گډون د افغان طالبانو د پنځه اويا مشرانو نوملړ سپارلی، چې بايد پر ضد يې گامونه پورته شي.

خواجه اصف د پاکستان مشرانو جرگې ته د امریکا او پاکستان په اړیکو خبرې کولې او زیاته يې کړه، چې د واشنگټن او اسلام اباد اړيکې خوندورې نه دي او تور يې پورې کړی، چې امریکا د خپلو ناکاميو پړه پر پاکستان اچوي.

خواجه اصف دا هم ويلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني په گډون د پنځه اويا طالب مشرانو د نيولو غوښتنه کړې ده، په دغو کسانو د پاکستاني طالبانو او حتا د حافظ سعيد نوم هم نه شته، چې امریکا پرې لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده او موږ يې په ځواب کې امریکا ته د سلو کسانو نوملړ سپارلی، چې بايد پاکستان ته وسپارل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ويلي، چې دوی ته خپلې گټې تر هر څه مهمې دي او امریکا سره يې په دې اړه سپينې خبرې کړي دي.

خواجه اصف د امریکا نوې جگړه ‌ييزه تگلاره ناکامه بللې او غوښتنه يې کړې، چې امریکا بايد د پوځي هڅو پر ځای له سیاسي لارو چارو په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې ريکس ټيلرسن تېره ورځ د کانگريس د بهرنيو اړيکو جرگه ‌گۍ ته وويل، چې د ترهگرو پر ضد جگړې لپاره بايد پاکستان ته يو بل چانس هم ورکړل شي او له هغې وروسته به په دې اړه له سره غور وکړي.