امریکا: پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس نه‌دی اخیستی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اوړمه ورځ په واشنګټن کې وویل چې متحد ایالتونه د پاکستان د سیاسي ثبات په اړه اندېښنه لري.

ټیلرسن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر او لوی درستیز د خپل هیواد د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته په زغرده وویل چې د پاکستان آی ایس آی د افغان طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز متیس وویل چې پاکستان ته یو بل چانس هم ورکوي چې په خپل دریځ کې بدلون راوړي.

ټیلرسن همداراز وویل، پاکستان نه یوازې د افغانستان په مسله کې مهم دی بلکې د ده په وینا په سیمه کې اساسي رول لري.