امریکا پرون د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوکراین ته اضافي امنیتي مرسته اعلان کړه

د نوې مرستې په کڅوړه کې د پنټاګون له وسله تونونو څخه د هوايي مدافعې مهمات، زغرګاډي، د زغرګاډو ضد وسلې او نورې پوځي مرستې شاملې دي ، څو اوکراین وکولی شي خپلې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي او د روسیې د توغندويي بریدونو پر وړاندې خپله دفاع وکړي.