د امریکا د متحده ایالاتو حکومت پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي دي.
روېټرز خبري اژانس نن دا خبر خپور کړی ،د امریکا حکومت پر هغو شرکتونو بندیز لګولی چې د اټمي ټکنالوژۍ له تجارت سره د ارتباط له امله تر شک لاندې دي.
دا اقدام به د پاکستان هڅو ته زیان ورسوي چې غواړي د هغې نړیوالې ډلې غړی شي چې په نړۍ کې د اټمي وسلو پر سوداګرۍ کنټرول لري.