امریکا پر ایران، روسیې او شمالي کوریا د نویو بندیزونو لایحه توشیح کړه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران، روسیې او شمالي کوریا د نویو بندیزونو لایحه توشیح کړه خو ویې ویل چې دا لایحه ستونزمنه ده او له دې کبله نه‎شي کولی چې بشپړه یې پلي کړي.

اټکل کېده چې د دې لایحې تر توشیح وروسته باید د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او هغو کسانو چې له دې ډلې سره اړیکې لري، بندیزونه ولګول شي خو تر اوسه په دې برخه کې جزئیات نه‎دي خپاره شوي.

همدا راز تمه وه چې پر هغو کسانو بندیز ولګول شي چې د ایران د توغندیو په پروګرام کې ونډه لري یا تجارتي راکړه ورکړه له دې پروګرام سره لري.

د بندیزونو ترڅنګ داسې ویل کېدل چې د ایران پر سپاه پاسدران ډلې به د وسلې د خرڅلاو مخه نیول کېږي.

پر شمالي کوریا هم د لېرې واټن د توغندیو د ازموینې لپاره بندیزونه لګول شوي دي.

پیونګ یانګ په وروستیو کې وویل چې د لېرې واټن توغندی یې ازمویلی دی چې د اټمي سروکي د انتقالولو توان  لري او حتی د امریکا تر خاورې رسېږي.

پر درېیو هېوادونو د بندیزونو دا لایحه د جولای په میاشت کې د امریکا د استازیو جرګې او مشرانو جرګې اکثریت تائید کړه او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ توشیح کړه.

ټرمپ د دې لایحې په اړه په یوه بیان کې ویلي دي چې د ده اداره به هغه څه ته لومړیتوب ورکړي چې کانګرس پاملرنه ورته کړې ده.

د متحد ایالتونو ولسمشر دا خبره هم کړې ده چې دا نوې لایحه یې د هېواد د ملي وحدت د لا ټینګېدا په هدف لاسلیک کړې ده.

ولسمشر ټرمپ هیله وښوده چې د نړۍ په لویو موضوعاتو کې د امریکا او روسیې ترمنځ همغږي رامنځته شي ترڅو بندیزونو ته اړتیا پیدا نه‎شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا “Vasily Nebenzya” نویو بندیزونو ته په اشارې وویل چې داسې هڅې د روسیې مخ له خپلې تګلارې نه شي اړولی.

پر مسکو د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت د دې لپاره بندیزونه ولګول شول چې روسیې د اوکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه، پر اوکراین تور پورې شو چې د اوکراین په ختیځ کې یې له بیلتون غوښتونکو سره مرسته کړې او د امریکا د تېر کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د انټرنېټ له لارې مداخله کړې ده.