امریکا پر شمالي کوریا د بندیزونو مسوده امنیت شورا ته لیږلې

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي ډیپلوماټ وویل چې د امریکا متحد ایالتونو پر شمالي کوریا د سختو بندیزونو د لګېدو د پرېکړه لیک یوه مسوده امنیت شورا ته وړاندې کړې ده.

د ملګرو ملتو دغه ډیپلوماټ وویل چې تمه ده نن به امنیت شورا دې مسودې ته رایې ورکړي او په لوړه کچه داسې اټکل کېږي چې چین او روسیه به هم د دې مسودې تائید وکړي.

ملګرو ملتونو له شمالي کوریا غوښتي وو چې توغندي به نه ازمویي خو پیونګ یانګ په وروستیو کې د اوږده واټن توغندی و ازمویه.