امریکا پر قطر د ۳۶ جنګي الوتکو د پلور ټرون لاسلیک کړ

قطر له امریکا ۳۶ جنګي الوتکو پرېکړه لیک وکړ. د قطر چارواکوهم داپریکړه لیک تايیدوي ، چې له امریکا سره یې هوکړه لاسلیک کړې ده او له مخې به یې د ۱۲ میلیاردو ډالرو په بدل کې قطر ته شپږ دیرش دانې F-16 جنگي الوتکې ورکوي.

سره له دې چې ټرمپ هم قطر له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی، خو بیا هم امریکا له دغه هېواد سره د الوتکو د پلور هوکړه لاسلیک کړې ده. د قطر ددفاع وزارت ددفاعي او هوايي چارو سلا کار و خالد العطیه رسنیو ته ویلي، چې دغه هوکړه به ۶۰ زره امریکایانو ته د کار زمینه برابره کړي. نوموړي په واشنګټن کې رسنیو ته ویلي، چې دغه هوکړه، د امریکا او قطر د اوږدمهالې اړیکې او تعهد ښکارندويي کوي. ده همدا راز زیاته کړې، چې په دې سره به په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د اوږو بار هم کم شي.