امریکا پر پاکستان د پوځي مرستو پر همېشني بندیز فکر کوي

مجله وایي د ولسمشر ټرمپ اداره د نویو اړخونو په لټه کې ده، چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي او د وسلوالو په ضد عملیاتو ته یې چمتو کړي، خو په دې برخه کې یې وار له مخه لا په تېره جنورۍ کې ۲۵۵ میلیون امنیتي مرسته ځنډولې ده.

فارن پالیسي وایي د سپینې ماڼۍ چارواکي هڅه کوي پاکستان ته داسې سزا ورکړي چې ساری یې  نه وي، چې وایي په هغوی کې د دې هېواد د غیر-ناټو متحد غړیتوب ځنډول، د تل لپاره ورباندې پوځي مرستې بندول او د حکومتي چارواکو ویزې ځنډول شامل دي.

امریکايي مجله دعوه کوي چې د پاکستان په اړه د امریکا د حکومت وروستيو وړاندیزونو د واشنګټن په سیاسي کړیو کې داخلي بحثونه پیل کړي، چې آیا د پاکستان په ضد ممکنه ګامونه به په کومه کچه او اندازه وي.

مجله وایي د امریکا ځینې حکومتي او پوځي چارواکي د پاکستان په ضد د سختې تګلارې پلویان دي خو وایي ځینو نورو بیا له احتیاطه د کار اخیستو وړاندیز کړی دی.

په ورته وخت کې فارن پالیسي وایي د ولسمشر ټرمپ په کابینه کې نوي بدلونونه  کېدای شي د پاکستان په اړه بحثونه پراخ کړي او د اسلام اباد په ضد نویو ګامونو اخیستلو ته لاره او ملاتړ پیدا کړي.

جمشید ملکزی