امریکا :پر کنسرټ ډزو کې پنځوس تنه وژل شوي

 

د امريکا په لاس ویگس ايالت کې پر کنسرټ د ډزو له امله لږ تر لږه پنځوس تنه وژل شوي او له پنځه سوو زیات ټپيان دي.

د پولیسو په وينا بريدگر د مينډيلې بې هوټل ۳۲م پوړ ته ختلی و، چېرته، چې د موسیقي پروگرام جوړ شوی و.

پولیسو هم له خلکو غوښتي، چې د پېښې له ځايه لرې ځانونه وساتي او د مرگ ژوبلې د زیاتېدو اندېښنه يې ښوولې ده.

پولیس وايي، د داسې يوه مشکوک تن مړی يې هم د پېښې په ځای کې موندلی، چې په نورو پېښو کې مطلوب بلل شوی و.

د روغتون مسوولينو ویلي، داسې لسگونه ټپيان يې ورړي، چې مرمۍ په کې اوس هم بندې دي.

په تېرو څو کلونو کې دا پېښه تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

د داعش وسله‌والې ډلې  ملاتړی الاعماق خبري اژانس وايي، د لاس ويگس خونړی بريد داعش ډلې کړی دی.

په دغه بريد کې لږ تر لږه پنځوس تنه وژل شوي او له پنځه سووڅخه زیات ټپيان دي.

امریکايي رسنيو ويلي، چې د امريکا پر وخت د شپې لس نيمې بجې د لاس ويگاس په يوه هوټل کې د موسیقۍ پروگرام روان و، چې بريدگر د هوټل له ۳۲م پوړ څخه د پروگرام پر گډونوالو ناتاره ډزې پيل کړې او مخکې له دې، چې پوليس يې ووژني، دغه بريد څو دقیقې دوام وکړ.

د لاس ويگس پوليسو ويلي، چې بريدگر ۶۴ کلن سټيفن و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لاس ويگس د پېښې له قربانيانو سره غمرازي ښکاره کړې ده او دا بريد يې غندلی دی.