امریکا په راتلونکو دوو ورځو کې د پاکستان په اړه اړين اعلان کوي

د امریکا له لوري پر پاکستان د ۲۲۵ ميليونه ډالرو د مرستو له بندولو وروسته د سپينې ماڼۍ وياندې ويلي، چې امریکا له پاکستانه د ترهگرۍ ضد جگړې کې د نورو چټکو گامونو غوښتنه کوي او په راتلونکو دوو ورځو کې يې د اړين گام د اعلان يادونه کړې ده.

بل پلو په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استازې مليحه لودهي ويلي: «که د ترهگرۍ ضد جگړې کې زموږ قربانۍ ونه ستايل شي، موږ به له امریکا سره په همکارۍ له سره کتنه وکړو.»

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هيلي پر پاکستان د دوه مخې لوبې تور پورې کړی، چې «له امریکا سره دوه مخيزه لوبه کوي او له همدې امله پرې موږ ۲۲۵ ميليونه ډالره مرسته بندې کړې ده.»

د نیکي هيلي له څرگندونو يو ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يوه ټويټ کې پاکستان د ترهگرۍ په ملاتړ تورن کړی و او زياته کړې يې وه، چې «امریکا پاکستان ته له ۳۳ ميلياردو زيات ډالر ورکړي، خو پاکستان يې په مقابل کې تل درواغ او چل کړی دی.»

ټرمپ د امریکا له لوري پاکستان ته د ميلياردونو ډالرو ورکول «بې عقلي» بللې ده.

د سپينې ماڼۍ وياندې ساره سنډرز په نسبتي نرمه ژبه له پاکستانه غوښتي، چې «اسلام اباد د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره ډېر څه کولای شي او بايد و يې کړي.»

د سپينې ماڼۍ وياندې ويلي، چې تمه ده د پاکستان پر ضد د نورو گامونو اعلان په راتلونکو دوو ورځو کې وشي، خو دا يې نه دي ويلي، چې دغه گامونه به څه وي؟

پاکستاني چارواکو په خپلو رسنيزو ويناوو کې د امریکايي ولسمشر د ټويټ په غبرگون کې توند ځواب ویلی، خو په رسمي غبرگون کې يې له امریکا غوښتي، چې د تورونو لگولو پر ځای بايد د گډې همکارۍ زمينه برابره کړي.

تېره شپه د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د پاکستان د ملي امنيت شورا بېړنۍ غونډه راغوښتې او په دې اړه يې د ملکي او پوځي چارواکو نظرونه غوښتي دي.

له دغې ناستې وروسته د پاکستان دفاع وزير خرم دستگیر رسنيو ته ويلي، چې د ملي امنيت شورا په ناستې کې د ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو په گواښونو خبرې شوي دي.

خرم دستگير دا هم ويلي، چې د امریکا او پاکستان اړیکې تر صفر درجې ښکته شوي او شونې ده، چې امریکايي پوځيان په پاکستان کې عمليات هم وکړي.