امریکا په پاکستاني دیپلماتانو سفري بندیزونه ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  د سیاسي او امنیتي مساېلو مرستیال توماس شانون ویلي چې دا ډول بندیزونه د خپل امنیت لپاره ډېر اړین وي.

په ورته وخت کې نوموړي هیله وښوده چې پاکستان به د افغان سولې مسله کې همکاري وکړي.

امریکا په واشنګټن کې په پاکستاني دیپلماتانو سفري بندیز په داسې حال کې لګولی چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې تر ټولو بد حالت ته رسیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او امنیتي مساېلو مرستیال توماس شانون ومنله چې د راتلونکي مې میاشتې څخه به پاکستاني دیپلماتان نشي کولی چې د سفارت له محدودې څخه ۴۰ کیلومتره ور اخوا سفر وکړي.

( په دیپلماتیکو مساېلو کې د ا ډول بندیزونه د ورځې معمول خبره وي او زه هیله مند یم چې پاکستان په د افغان سوله کې خپل رول تر سره کړي.)

دغه امریکايي چارواکي په افغان سوله کې د چین رول مهم وباله خو د روسیې په اړه د یوې پوښتنې پّ ځواب کې یې وویل چې که روسیه وغواړي د افغان سولې پروسه کې رول لوبولی شي.

نوموړي وویل پاکستان باید د ترهګرو په اړه د سیمې د هیوادونو اندیښنې په نظر کې ونیسي.

بلې ډډې ته پاکستان هم ګواښ کړی چې په ورته عمل به لاس پورې کړي او په اسلام اباد کې د امریکايي دیپلماتانو سفر به محدود کړي.

که څه هم ظاهرا امریکا وايی په پاکستاني دیپلماتانو بندیز به یې له دغه هیواد سره په اړیکو کې کوم بدلون را نه ولي خو شنونکي وايي چې دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فشارونو د لړۍ یوه برخه ده.

خبریال : ملکزی