د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې لس ورځنی اوربند وکړي او له دې پرته ښایي د سولې خبرې ودرول شي.
طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي امریکا دا ګواښ کړی چې که طالبان اوربند و نه مني نو ښایي خبرې ودرول شي، ځکه د سولې تړون باید د اوربند په فضا کې لاسلیک شي.
سرچینې دا هم ویلي چې دمګړی طالبان له خپلو مشرانو سره په خبرو لګیا دي څو د امریکا دغه غوښتنې ته ځواب ووايي.
امریکا له طالبانو سره تر ځنډ وروسته د سولې خبرې بېرته پيل کړې خو خلیلزاد وروسته له هغه وځنډولې چې دغه ډلې پر بګرام نظامي اډه برید وکړ.