امریکا کې د یوه بانک کار کوونکي څلور تنه په ډزو وژلي

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د کنټاکي ایالت د لوی ویل ښار د یوه بانک مامور تېره ورځ څلور تنه په بانک کې دننه په ډزو ویشتلي.
ياد خبري اژانس زياتوي، حمله کوونکي، ۲۵ کلن دی او کانر سترګیون نومېږي، چې له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.