متحده ایالاتو کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ شل اوریز کرکټ لیګ د اګسټ په ۲۲ مه نېټه پېلېږي او د جولای تر ۳۱ مې نېټې ورته نوملیکنه روانه ده.
د متحده ایالاتو د کرکټ بورډ په هڅو د امریکا د ښارونو په کچه د کرکټ شل اوریز سوداګریز کرکټ لیګ پېلېږي.
یاد لیګ چې مېنار یا د تنکیو ځوانانو نوم ورکړل شوی، د ۲۴ لوبډلو په ګډون سره پېلېږي.
د کرېک بز وېب پاڼې ویلي، چې دې کې به هغو لوبغاړو ته زیاته ونډه ورکول کېږي، چې د امریکا تابعیت ولري.
د لوبډلو لوبغاړو کې درې لوبغاړي مسلکي، درې لوبغاړي له ۲۱ کلنو څخه او درې نور له ځایي تکړه لوبغاړو څخه اخیستل کېږي.
هره لوبډله به اتلس کسیز نوملړ جوړوي.
د مېنار کرکټ لیګ په خپلې وېب پاڼې لیکلي، چې دوی ته تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰۰ تنو لوبغاړو انلاین نوملیکنه کړې ده.
دا کرکټ لیګ به د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر احتیاطي تدابیر هم په پام کې نیسي.
دا لومړی ځل دی چې متحده ایالات د کرکټ داسې یو لیګ جوړوي، چې ۲۴ لوبډلې به پکې وي او شاوخوا تر ۴۰۰ پورې لوبغاړي به پکې برخوال وي.