امریکا کې طوفانونو د سلګونه میلیونه وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

د یاد هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې د واورې ښویېدنو او سختو طوفانونو له امله د سلګونه ملیونونه وګړو ژوند له ګواښ او سختو حالاتو سره مخ دی.

د امریکا په لویدیځو ایالتونو کې د جمعې شپې راهیسې طوفانونه رامنځته شوي، چې موټر چلوونکي د واورینو طوفانونو له امله نشي کولی لاره وویني، چې له امله یې موټرونه له یو بل سره ټکر کیږي او یا هم له سړکه ښوییږي.

په ورته مهال د امریکا په کېنزي سیټي هوایي ډګر کې د ډېلټا شرکت یوه الوتکه له خپل مسیره منحرفه شوې، چې له هغې وروسته په دغې هوایي ډګر کې د الوتکو تر څلورو زرو زیاتې الوتنې وځنډېدلې.

همدا راز تېره شپه د امریکا کالفورنیا ایالت ته نږدې ټاهو سیمه کې د واورې ښویېدنه رامنځته شوې، چې له کبله یې یو تن مړ شوی دی.

د امریکا د هوا پېژندنې اداره وایي، چې دغه مرګوني طوفانونه اوسمهال په چیګاګو کې په شدت روان دي او په ختیځ کې بیا د دې هېواد نورو غټو ښارونو خواته په مخه شوي دي.

دغه طوفانونه چې واوره ښویېدنه او شدید بادونه ورسره مل دي، د خلکو تګ – راتګ یې له ګواښ سره مخ کړی دی او لا هم د امریکا په ګڼ شمېر ښارونو کې په شدت سره روان دي.

اوسمهال د دې هېواد په ډېریو ښارونو کې د واورې ورښت او طوفانونو له امله پر سړکونو باندې موټرې ځای پر ځای ولاړې دي، چې په ډېرو موټرو کې یې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ډېرې سختې سړې هوا له امله د موټرو ښېښو یخکونه نیولي دي، چې د موټر ښېښې پاکولو لپاره باید یخکونه مات شي څو موټر چلوونکی د تګ پر مهال خپله مخه وویني.

د اې بي سي نیوز د راپورونو له مخې، په ډېرو سیمو کې چې موټرې له یو بل سره ټکر شوي دي، نشي کولی په مناسب وخت ځانونه د پېښې ځایونو ته ورسوي.

چارواکي وایي، دغه طوفانونه مرګ – ژوبله لري؛ خو د سختو حالاتو له امله نشي کولی، چې کره جزیات رسنیو ته وړاندې کړي.