امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۴ لکو پورته شو

د یاد وژونکي ویروس له کبله تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې تر ۸۲ زرو ډېر کسان مړه شوي او تر یو عشاریه ۴ میلونه ډېر کسان پرې اخته دي.

د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې امریکا کې ثبت شوي دي، چې تر اوسه  په دغه هېوا کې له ۴ لکو ډېر کسان پرې پرې ککړ دي او شاوخوا ۱۳ زره یې له کبله مړه شوي دي.

خو تر ټولو هېوادونو ډېرې د مړینې پېښې د کرونا له کبله په ایټالیا کې ثبت شوي، چې هلته یې تر ۱۷ زر و ډېر کسان مړه کړي او نږدې یو لک ۴۰ زره پرې اخته دي.

ګاونډي هېواد پاکستان کې یې تر دا مهاله ۵۸ کسان مړه کړ او تر ۴ زرو دېر پرې اخته دي، هند کې یې تر دا مهاله ۲۱۰  تنه مړه کړي او شاوخوا ۵ نیم زره نور پرې ککړ دي.

همدا راز ایران کې تر دا مهاله له ۶۲ زره ۶ سوه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او تر ۳ زره ۸ سوه   تنو زیات یې له کبله مړه شوي دي.