امریکا کې یو کس څلور کسان په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

امریکايي رسنۍ وایي د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یو کس د یو ماشوم په ګډون څلور کسان په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

تراوسه د یاد برید نوعیت ندی څرګند، خو بریدګر د پولیسو له لوري په ټپي حالت کې نیول شوی دی.