امریکا : ۷ ورځینی تړون به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته لاره پرانیزي

د امریکا  دفاع وزیر مارک اسپر وایي، که څه هم له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو ۷-ورځنی وړاندیز او تړون ګواښوونکی دی؛ خو په خبره یې هیله مندي شته او دغه تړون به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته لاره پرانیزي.

مارک اسپر پرون شنبه د فبرورۍ ۱۵ مه د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ویلي، چې پر دغه وړاندیز د طالبانو او د امریکا د استازي ترمنځ بحثونه شوي دي او اوس باید افغانستان کې “سولې ته هم یو چانس” ورکړل شي.

نوموړي ویلي، اوسمهال د تاوتریخوالي د کمېدو وړاندیز چمتو دی چې د امریکا سفیر او د طالبانو ترمنځ پرې موافقه شوې ده او دغه موافقه هیله بخښونکي ښکاري.

نوموړی زیاتوي، له تیرو څو ورځو راهیسې د امریکا له کانګرس سره په دې اړه مشورې روانې دي- بحثونه پرې کیږي او بروکسل کې هم په دې اړه د ناټو له متحدینو سره بحثونه روان دي.

 

ځینې امریکايي چارواکي، چې د تړون په جزیاتو خبر دي، وايي چې دا موافقه به د یکشنبې په ورځ (فبروري۱۶) رسمآ اعلان شي، د تاوتریخوالي کمېدل به د دوشنبې له ورځې پيل او بیا به په لسو ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

 

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په مونیخ کې له ولسمشر غني سره هم په دې اړه خبرې کړي دي. اسپر ویلي دي، چې ولسمشر غني د دغه تړون ملاتړی دی.