امر الله صالح د وروستيو پېښو شهیدانو کورنيوته فاتحې لپاره ننګرهار ته راځي

د جمهور رئيس لومړی مرستیال امر الله صالح به د وروستيو پېښو شهیدانو کورنيو غړو ته د فاتحې او تسليت په موخه نن ننګرهار ته سفر ولري

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، صالح به علماء کرامو، قومي مخورو، ځوانانو، مېرمنو، نظامي منسوبينو او يو شمېر نورو سره هم جلا جلا ليدنې تر سره کړي.