امنيتي ځواکونو د يو ملکي وګړي قاتل بريدګر د پېښې په ځای کې ژوندی نيولی

د جلال اباد ښار دویمې ناحيې اړوند ګل نبي جومات ته څيرمه نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د جهادالله په نوم يو ملکي وګړی د يو تن له لورې د ريکشا څخه په ګټې اخيستنې د توپنګچې په وسيله په ډزو سره شهيد کړ .

د يادې پېښې د رامنځته کیدو سره سم امنيتي ځواکونو په سيمه کې بريد کوونکی طارق جميل له هندي ډوله ريکشا سره يو ځای ژوندی نيولی .

نيول شوی کس د چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ سيمې اصلي اوسېدونکی دی او تر څيړنو وروسته به يې په اړه نور مالومات تر لاسه شي .