امنیتي مسولین: د مصر په وسله ‌وال برید کې پنځه پنځوس پوځيان وژل شوي

 

د مصر امنيتي سرچينې وايي، چې د دغه هېواد سویل لويديځ الجیزه سيمې په واحات دښتې کې د وسله‌والو مخالفینو په بريد کې پنځه پنځوس امنيتي ځواکونه وژل شوي، خو د مصر کورنيو چارو وزارت يوازې د يوولسو افسرانو په گډون د شپاړو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د مصر امنيتي سرچينې او رسنۍ وايي، چې په دغو بريدونو کې ۵۵ سرتيري وژل شوي، د ټپيانو درملنه کوونکو ډاکټرانو ويلي، چې يوازې له لسو تر دوولسو پوځيان ژوندي پاتې وو، په داسې حال کې، چې د الجیزه په واحات سيمې کنډک کې د افسرانو په گډون اويا پوځيان پراته وو.

الجزيرې ټلويزيوني شبکې دا هم ويلي، چې وسله‌والو بریدگرو يو شمېر پوځيان هم له ځان سره یرغمل کړي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.

د مصر د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې سيمې ته يې په سپکو او درنو وسلو سمبال ځواکونه لېږلي او د پنځلسو وسله‌والو د وژلو ادعا يې هم کړې ده.

فرانس پرېس خبري اژانس ليکلي، چې د الجیزه په واحات دښتې کې يې د امنيتي ځواکونو زغروال ټانکونه او امبولانسونه ليدلي، چې د امنيتي ځواکونو مړي يې له سيمې لېږدول او د مشکوکو بريدگرو لټون يې هم پيل کړی دی.

په تېرو څو کلونو کې دغه بريد د مصر په تاريخ کې يوه تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.

د مصر لوی څارنوال نبیل احمد صادق د پېښې څېړلو امر کړی او په دې يې ځانگړي کميسيون ته دنده سپارلې ده.

د مصر د دولتي چارواکو سربېره الازهر پوهنتون هم د امنيتي ځواکونو وژنه غندلې او له حکومته يې غوښتي، چې د وسله‌والو د له منځه وړلو لپاره دې جدي گامونه پورته کړي.

اخوان المسلمين هم دغه برید غندلی، خو امنيتي مسوولین يې د هېواد په امنيت او پولو په ژغورلو کې په ناغېړۍ تورن کړي دي.

گڼو هېوادونو، لکه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، فرانسې، امریکا، ترکيې، د ملگرو ملتونو امنيت شورا او عرب لیگ دغه بريد غندلی او له مصر سره يې خپله غمرازي شريکه کړې ده.