امنیتي ځواکونو د تخار ولایت یو شمېر ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته نیولي دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، چې پرون جمعه یې د تخار ولایت اړوند د کوکچې شاوخوا ولسوالۍ له مخالفینو څخه په بشپړه توګه پاکې کړې دي.
دفاع وزارت زیاتوي، چې په یاد ولایت کې له شپږو ورځو راهیسې پوځي عملیات روان دي او دغه عملیات ځکه په ورو مخته روان دي؛ چې وسله والو طالبانو په سیمه کې ګڼ شمېر ماینونه ځای پر ځای کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي یوې خبري سرچینې ته ویلي دي، چې په دغو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو په اړه یې کره شمېر نه دی وړاندې کړی.
تخار ولایت د افغانستان یو له هغو نا امنو ولایتونو څخه دی، چې شمال ته پرتې ۷ ولسوالۍ یې له ډېرې مودې راهیسې د وسله والو طالبانو په واک کې وې او لاهم په دغو ولسوالیو کې دولت ضد وسله وال فعالیتونه لري.