امنیتي ځواکونو ۱۶ بورۍ چاودیدونکي توکي نیولي

کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو یوه عراده لېږدوونکې واسطه او ۱۶ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

دغه وزارت زیاتويي، امنیتي او دفاعي ځواکونو یاد چاودېدونکي توکي او لېږدوونکې واسطه د قره باغ ولسوالۍ له بشیر کلي د وسله والو طالبانو له یوه پټنځایه ترلاسه کړي، چې د سړک غاړې ماینونو او ځان مرګو بریدونو په موخه یې کارول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.