د ملي امنیت څخه رسینو ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه یې ځواکونو د لوګر ولایت کولنګار ولسوالۍ په بابوس سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي؛ چې په پایله کې یې ۶ وسله وال طالبان وژلي او د یادې ډلې یو مرکز یې په بشپړ ډول له منځه وړی دی.
خبر پاڼه زیاتوي چې په عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی
تراوسه وسله والو طالبانو د دغه عملیاتو په اړه رسینو ته څه نه دي ویلي