امیتاب بچن په ۷۸ کلنۍ کې له ۴ ساعتونو زیات خوب نه کوي

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار امیتاب بچن لپاره عمر یوازې یوه هندسه ده، چېرته چې د هغه په عمر نور اداکاران کمزوري شوي او په فلمونو پوره فوکس نه شي کولای، امیتاب بچن بیا تر نورو اداکارانو ډېر مصروفه دی او ډېر فلمونه یې خپرېدو ته په تمه دي.

 

د معلوماتو له مخې، په اوس وخت کې امیتاب بچن دوه وخته د فلمونو په ثبت بوخت دی، چې له امله یې هغه خوب ته هم وخت نه لري، هغه په خپل یو بلاګ کې هم لیکلي دي، چې ۴ ساعتونو څخه هم کم خوب کوي.

 

امیتاب بچن اوسمهال دوه فلمونو کې په یو وخت کار کوي، دوه بېلا بېل کردارونه لوبوي، دوه بېلا بېلو ځایونو کې کار کوي او دوه بېلا بېل شیان یې مخې ته پراته دي.

 

د لومړي فلم ثبت سهار ۷ بجې پیلوي او د غرمې تر ۲ بجو پورې ورته کار کوي، له هغه وروسته بیا د دویم فلم لپاره ۲ بجې کار پیلوي اوو د شپې تر ۱۰ بجو پورې کار کوي.

 

خو نوموړی چې کوم لومړني فلم ته ورځي، نو ۵:۳۰ بجې له کوره وځي، ځکه هلته د خپل کردار سره سم مېکپ کول هم ډېر وخت اخلي، نو له دې امله په ۲۴ ساعتونو کې هغه تر ۴ ساعتونو هم کم خوب کوي، خو انرژي له ځوانانو اوس هم ډېره ده.

کاپي…