انتخاباتو کمېسیون: تراوسه ۳۷۳۶ مرکزونو څخه ۲ میلیونه ۱۹۶ زره او۴۶۳ رای شمیرل شوې دي

ددغه کمېسیون مسولینو کابل کې د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال ولسمشریزو ټاکنو کې د رایه ورکوونکو شمېر اعلان کړ او ویې ویل، چې ۳۳ ولایتونو کې دوه میلیونه، یوسلو شپږنوي زره، څلور سوه دري شپېته  تنو رایه ورکړې.

ددغه کمېسیون مسولینو په دغه کنفرانس کې دا هم وویل، چې دا ابتدايي شمیرې دي او تغیر پکې راتلای شي.