د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسرائیل غوښتنه وکړه چې تر ډېره حده له زغم څخه کار واخلي او د سولهییزو غونډو د ازادۍ حق ته درناوی وکړي. د ملګرو ملتونو یوه ویاند وویل چې سرمنشي انتونیو ګوترش په اشغال شوي ختیځ بیتالمقدس او له خپلو کورونو د فلسطیني کورنیو د احتمالي اخراج په اړه ژوره اندېښنه ښوولې ده. د فلسطیني مظاهرهچیانو او اسرائیلي پولیسو په نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ تنه فلسطینیان ټپيان شوي دي. دا خبره د فلسطین د سره صلیب کمېټې چارواکو رسنیو ته کړې ده. نښتې د مسلمانانو د درېیم تر ټولو سپېڅلي ځای او پر هغه ځمکه د فلسطینیانو د کورونو خالي کولو پر سر پیدا شوې چې یهودانیې د ملکیت دعوه کوي. پولیسو د زرګونه فلسطینیانو پر ضد ربړي مرمۍ، اوښکې بهوونکی ګاز او ګنګسوونکي لاسي بمونه کارولي دي.د اسرائیل پولیسو بیا ویلي چې د دوی ۱۷ تنه هم ټپیان شوي دي.