انجلینا جولي وايي، پر کډوالو د ټرمپ بندیز د اور بلول دي

انجلینا جولي وايي، پر کډوالو د ټرمپ بندیز د اور بلول دي

د هالیوډ وتلي سینمايي ستورې انجلینا جولي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې سفیره هم ده، په یوه لیکنه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغه امر سخت انتقاد کړی چې د اوو مسلمان میشتو هیوادونو پر وګړو یې امریکا ته د سفر موقت بندیز لګولی او همدارنګه یې د سوریې څخه د کډوالو ورتلل هم بند کړي.

انجلینا جولي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې یوه لیکنه کړې او په هغې کې یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، کډوال هغه سړي، ښځې او ماشومان دي چې د جګړې په غضب کې ګېر دي. او یا په خپل هیواد کې د ځورونې او تعقیب سره مخ دي. ددې پر ځای چې دوی ترهګر و اوسي دوی خپله د ترهګرۍ قربانیان دي.

دا ۴۱ کلنه سینمايي ستورې د بشري مرستو یوه مخکښه فعاله او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ځانګړې استازې ده.

نوموړې له ۲۰۰۱ م کال راهیسې له ملګرو ملتونو سره د کډوالو په چارو کې کار کوي او تر اوسه یې په دې برخه کې ۵۰ ماموریتونه ترسره کړي.

انجیلینا جولي د نیویارک ټایمز لپاره په دې لیکنه کې وايي” امریکایانو ددې نظریې لپاره وینې توی کړي چې بشري حقونه له کلتور، جغرافیې، نژاد او دین وراخوا دي.“

د هالیوډ دا وتلې سینمايي ستورې د خپلې لیکنې په یوه برخه کې وايي، دې پریکړې چې امریکا ته د کډوالو ورتګ بند شي، او د اوو هغو هیوادونو چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي پر خلکو امریکا ته د سفر بندیز، په نړۍ کې زموږ ملګرو ته ټکان ورکړی، چې دلیل یې زموږ همدا پخوانی ریکارډ دی.

نوموړې دا د امریکا حق بللی چې خپلې پولې د ترهګرو د ګواښ په وړاندې خوندي کړي، خو ټینګار یې کړی چې هر هیواد باید د خپلو وګړو اړتیاوې او خپل نړیوال مسولیتونه سره په متوازن حالت کې وساتي.

او امریکا باید خپل نړیوال بشري مسولیتونه هېر نه کړي.