د راپورونو له مخې یوې قوي زلزلې د اندونیزیا ځینې ښارونه ولړزول او سلګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
وروستي راپورونه ښيي چې په پېښه کې ۳۵ کسان وژل شوي او د ۱۸۰ په شاوخوا کې نور ټپیان دي. ددې تر څنګ تر ۲۵۰۰ پورې کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.