انسانان خو داسې نه وي

دغه جنګ به اخر تیر شي

دا وحشت به رانه هیر شي

ټول به یو بل نه ځاریږو

محبت به دومره ډیر شي

دا خزان وهلی ژوند به

د چینار پشانته شین شي

سهارونه به رنګین شي

ماښامي به لونګین شي

دغه سور د وینې رنګ به

شنو فصلونو کې فنا شي

شپه اخر هم سبا کیږي

یوه ورځ خو به رڼا شي

بیا راتلونکی وخت به واي

چې دا درې نسله جنګونه ؟

د لکونو خلکو وینې

دا ظلمونه او مرګونه

یو حیوان هم کله دومره

بل حیوان وژلی ندی

خلکو نور خلک وژلي

چا خپل ځان وژلی ندی

خدای خبر دا ځناور وو

شرمخان وو که لیوان وو

انسانان خو داسې نه وي

دا لا څنګه انسانان وو

سید شاه سعود