انسانان ولې ځان وژنه کوي؟ لامل یې دلته وګورئ

لیکوال: محمد مبین هڅاند

آیا پوهېدی چجې د ښځو په نسبت په سړیو کې د ځان وژنې سلنه لوړه ده؟ د مالوماتو له په نړۍ کې د ښځو پر نسبت سړي د ځان وژلو ډېره هڅه کوي.

د ټولې نړۍ پر حساب په اټکل ډول هرو ۴۰ ثانیو کې یو انسان ځان وژنه کوي.

طبي څېړن کاران وایي چې سړي د ذهني فشار له کبله د ښځو پر نسبت ځان وژنې ډېرې کوي، خو مهمه خبره داده چې ولې سړي د ذهني فشار سره مخ کېږي؟

څېړنکارانو ښودلې ده چې سړي ډېری وخت خپل خنډونه د خپل ځان سره پټوي او که د خلکو سره یې شریک هم کړي نو خلک ورسره کم کومک کوي نو همدغه د دې لامل کېږي چې سړي د ذهني فشار سره د ښځو پر نسبت ډېر مخ کېږي او د ځان وژلو هڅه کوی.

څېړنکارانو دا هم ویلي دي چې د خواله رسنیو ډېر استعمال هم خلکو ته د ذهني فشار جوړېدو یو لامل ګرځېدلی دی او دلیل یبې دا یاد کړی دی چې د خواله رسنیو نړۍ یوه درغجنه نړۍ ده او خلک یې د خپل ژوند د ځینو اسانتیاوو څخه لرې کړي دي.

د پنسلوینیا هېواد د ( چا پوهنتون ) څېړنو ښودلې ده چې هغه کسان چې په ذهني فشار اخته وي باید خواله رسنیو څخه ځانونه لرې وساتي.

څېړنې همدا ډول ښودلې ده چې خلک د وړوکوالي څخه د نرانو ماشومانو څخه د ډېر څه تمه لري او کله چې هغوي د هغه کار کولو څخه عاجز شي دا بیا د هغوي په ذهن نور بد اغېز پاشي چې همدا ټول یې پر ذهن بد تاثیر کوي چې په پای کې د ځان وژنې لامل ګرځي.

څېړنې همدا ډول په ډاګه کړې ده چې ځان وژلې پېښې زیاتې په هغو هېوادونو کې هم مخې ته راځي چې د خلکو د بې کارۍ سطحه په کې لوړه وي.

د نړۍ د صحت د سازمان ( WHO ) هم په یو راپور کې ویلي دي چې هر کال په ټوله نړۍ کې د ځانوژنې (۱۰۰۰۰۰۰) لس لکه پېښې مخته راځي. چې د سلنې په حساب ۱۶ سلنه خلک د ځان کېږي.

ژباړن: محمد مبین هڅاند