انساني ارزښت که عقیده؟

هارون سمون

انساني ارزښت او غرور تر عقیدې او دین مهم دي؛ که انسان په خپل انساني ارزښت پوه نشي دا انسان بې ارزښته دی؛ د دین پر عمومي روح ناخبره دی او اصلي پیغام یې پر ځان نشي تطبیقولی او د انساني ټولنې په تاوان هم تمامېږي. څومره چې انسان پر خپل انساني ارزښت پوه شي همغومره له دینه انساني پیغام ښه را ایستلی شي او دا پیغام تر نورو ښه رسولی او پر ځان یې ښه تطبیقولی هم شي. دا وړ انسان خدای ته منظور هم دی، چې لومړی خپل انساني ارزښت وپېژني او پدې پوه شي چې زه یو نفس او یو انسان یم؛ زه عادي ژوندی موجود نه یم.

یو ملا او ټالېب چې خپل ځانته پر انساني ارزښت قایل نه دی، ځکه خو د نورو انسانانو ژوند هم بې ارزښته بولي. تاسو به ملایان لیدلي وي، ګناهګار انسان په خورا پوچو او سپکو الفاظو یادوي. یوه نجلۍ چې د حجاب په لحاظ متوسطه وي، ملایان یې بربنډه بولي. ږیرکلو ته فاسقین وايي؛ دا هرڅه دا مانا لري، چې ملا او ملا پلوي بنیادګرایان افراطيان د دې ښایسته نړۍ په اړه خورا خطرناک لید لري.

او ممکن تاسو هم له دا ډول لید څه ناڅه متاثر وئ.

یو انتحاري چې پر انساني ارزښت نه پوهېږي ځکه خو پر دین ځان باد باد کوي. دا ډول قرباني خدای ته هېڅ منظوره نده، د خدای پر دین که هغه څوک قربان شي، چې لومړی خپل ځان انسان کړي، پر خپل انساني ارزښت پوه شي، بیا د خدای د دین د پیغام رسونې هڅه وکړي، دا به د دین لپاره ریښتیا او.منظوره قرباني وي؛ ګني یو بې ارزشه انسان، هغه که ټالېب وي، که ملا چې پر دین بادباد شي لکه یوه جنډه دومره ارزښت هم نه لري.

که تاسو ملایانو د ګناهونو په اړه ستاسو د انساني ارزښت په اړه غلط پوه کړي یاست او ځان بد او چندانې نه درته ښکاري؛ له تاسو خپل انساني ارزښت ورک شوی؛ خپل جایز غرور مو له لاسه ورکړی او خپل ژوند هم داسې ارزښت نه درته لري، څنګه یې چې هغو انسانانو ته لري، کوم چې پر خپل انساني ارزښت پوهېږي.

که پوه شئ، چې انسان تر هرڅه حتی تر دین هم مهم دی، نو تاسو به هېڅکله ونه وایئ، چې خیر زه دې مړ شم.

ولې؟ مړ شې؟

ایا ته انسان نه یې؟

که انسان نه وي، د خدای پیغام(دین) په انساني ټولنه کې هېڅ مانا نه لري؛ ځکه چې انسان نه وي دین په خالي فضا کې څه شی وکړي؟

پر دې موضوع د ډېریو عامو وګړو سر ندی خلاص، ملایان لنډ دلیل ورته ووایي: و ما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون

عام انسانان چې پدې کې زموږ پوهنتون خلاصي هم شامل دي، دیني مطالعه نه لري، که یې لري هم د دین پر روح او پیغام نه پوهېږي، له ملا سره یې ومني، چې هو؛ انسان باید پر دین ټوټه ټوټه شي، پداسې حال کې چې عبادت د دین یوه برخه ده، عبادت دین ندی. دا چې خدای ویلي د عبادت دپاره مې انسانان او جنیات پیدا کړي دي؛ د آیت مفهوم او ترجمه له انساني برداشت سره کاملاً په ټکر کې راځي؛ که انسان نه وي، دین مانا نه ښندي.

موږ افغانان چې وژل کېږو او د یو بل پوښتنه نه کوو له موږ خپل انساني ارزښت چې تر دین هم مهم دی ورک دی.

لیکنه تر هغوی ورسوئ، چې لا هم د دین لپاره د بې مانا جګړې او ځان وژنې ذهینت ورپیچکاري شوی.