انسان د انسان دوزخ دی

ليکنه: پوهنیار سید اصغر هاشمي

الله تعالی انسان ته ټولې ستونزې په تقدیر کې لیکلي وي، خو کومې ستونزې چې انسان ته رسېږي، د انسان په واسطه وي.

هر انسان د بل انسان جنت هم جوړېدای شي او که د انسانیت له دایرې ووځي نو بیا همدا انسان د انسان دوزخ جوړېږي.

دوزخ یوازې په اور کې د اچولو په معنا نه دی، بلکې ځينې داسې ستونزې هم شته، چې انسان په اور نه سوزول کېږي خو له اوره بتر وي.

که د یو چا حق خوړل کېږي او د ده اولادونه د شپې ډوډۍ و نه لري د دوی لپاره له دې لوی دوزخ چيرته دی.

انسان هغه فکر مند او پوه ژوی دی، چې لکه نورو حیواناتو خوړل(داړل) نه کوي خو د دوی زیان رسونه له حیواناتو څو مرتبې بتر دی. حیوان چې وږی شي نو مجبوره شي چې تا ته زیان ورسوي خو انسان چې څومره مړيږي په هماغه اندازه وږی کېږي، د حیوان سولې مړيږي خو د انسان مړښت له مرګه وروسته په خاورو باندې وي او چې کله ترې روح لاړ شي نو بیا انسانانو ته زیان رسولی نه شي نو ځکه ورنه خلک په امان کې شي او که د مرګه وروسته یې په واک کې د زیان رسولو قوت وي نو بیا هم انسانانو ته په زیان رسولو درېغ نه کوي.

په اوسني شرایطو کې هر چېرته چې ګورم اکثره انسانان د نورو انسانانو غیبت کوي، د نورو پسې بدې ردې وايي، د مالدار صفت د پیسو لپاره کوي، د موقف خاوند یادونه د موقف لپاره وي او همدارنګه په سلګونو ډوله بې معنا صفتونه کوي، کله مو هم د انسان ستاینه د ده د فکر او پوهې په نظر کې نیولو سره ونه کړه، نه مو لیاقت وپېژنده او نه انسان. نه د پوهې په قدر او قیمت پوه شو او نه مو د پوهانو قدر وکړ. دا چې د پوهانو قدر نه کوو او د ناپوهانو په ستاینې مو خولې ستړې شوې دا پخپله هغه انسانان دي چې بیا هم د انسانانو دوزخونه دي، هغه چې د ستاینې لایق دی غندو یې او هغه چې د غندلو لیاقت لري چاپلوسي یې کوو.

 

د اور ټپ تداوي کېږي خو ځینې انساني دننني ټپونه جوړښت نه لري، که اور انسان ته زیان رسوي په حقیقت کې عقل او پوهه نه لري او د دې دا کار یو غیر ارادي عمل دی خو انساني ټپونه هغه دردونه او کړاوونه دي چې په ارادي ډول د اشرف المخلوقات(انسانانو) پواسطه سرته رسېږي او د ده واک پکې حتمي دی، د جبر او اختیار په فلسفه کې دا اختیار انسان ته ورکړل شوی دی چې د نورو انسانانو سره ښېګڼې کوي او که ستونزې ورته پيدا کوي، خو له دې اختیاره انسانان بده ګټه اخلي.

ای انسانه ستا د نوم معنا سپیڅلتیا ده، په تا کې باید ټولې انساني ښېګڼې موجودې وي، ته باید انسان، حیوان او نبات ته خیر ښېګڼه ورسوي، ته خوشحالي یې، مینه یې، کامیابي یې او نور … خو تا د خپل نوم معنا په نظر کې ونه نیوله، انسانانو ته د ګټې پر ځای زیان رسوې، د خوشحالۍ پر ځای خفګانونه ورکوې، د مینې پر ځای نفرتونه خپروې، څه چې ځان ته خوښوې بل ته یې نه غواړې.

انسانه! انسانانو ته جنت شه چې خوشبويي دې حس شي، د شيدو، اوبو او شرابو له ویالو دې ګټه واخیستل شي، مرګ نست شي او ژوندون دایمي شي او ټول خوشحاله یو ځای ژوند وکړي.