انسان ولې خاندي ؟

انسان له خندېدلو سره مینه لري . هر بالغ او رسېدلی انسان په اوسط ډول د ورځې اوولس ځلې خاندي او همدا له خندا سره د انسان مینه د دې سبب شوې، چې ټوکې، طنز او حتی کمېډي را منځته شي .

خندېدل موږ هوسا کوي او د همدې له پاره له خندېدلو سره ډېره مینه لرو، مګر په زړه پورې داده، چې پوه شئ، انسانان یوازیني موجودات دي، چې خاندي . خندېدل یو پېچلی میکانیزم لري، چې کولای شي د ډېرو دردونو درمل وي او پوهان تر اوسه هم په دې باور دي، چې خندا کولای شي، د ډېرو ناروغیو په درملنه کې اغېزمنه وي .

خندا څه ده ؟

خندا له دوه برخو څخه تشکیل شوې ده، لومړی هغه خندا، چې په مخ باندې د خوښۍ او خوشالۍ حالت را څرګندېږي او بله یې داده، چې د غږ په ډول تولیدېږي .

کله چې موږ خاندو، مغز د دې کړنې امر صادروي او که چېرې په زوره وخاندو، نو د لاسونو او پښو د ښورېدو له پاره هم امرونه صادرېږي . د خندا پرمهال ستاسو د مخ پنځلس غړي په حرکت راځي، چې تر ټولو مهم یې ستاسو د پورتنۍ شونډې د حرکت میکانیزم دی. ستاسو د حلق ماهیچې را ټولېږي، نو له همدې امله تاسو ژر ژر ساه ایستلو ته اړ کېږئ .

کله وخت د سختې خندا پرمهال ستاسو د اوښکو مجراوې هم خپل کار پیلوي او په داسې حال کې، چې تاسو د سختې خندا له امله د اکسیجن د اخیستلو له پاره خپله خوله ډېره خلاصوئ او تړئ، مخ مو هم په اوښکو باندې لندېږي او حتی د څېرې رنګ مو سور کېږي او دغه راز عجیب غږونه تولیدوئ .

ډېری څېړونکو تر دې دمه هڅه کړې ده، چې د خندا د میکانیزم په اړه په ډېر څه پوه شي، خو ستونزه داده، چې د څېړونو پرمهال د افرادو خندا ډېر ژر له منځه ځي .

یو له څېړونکو څخه خپله څېړنه د خندا په غږ باندې متمرکزه کړه او دې پایلې ته ورسېده، چې ټولې خندا ګانې یو له دې غږونو څخه لکه : ها ها ها یا هو هو هو پیروي کوي او امکان نه لري، چې یو فرد وتوانېږي، د دې دواړو غږونو په ترکیب سره وخاندي .

څېړونکي په دې باور دي، چې د انسان په بدن کې موندونکي څیزونه شتون لري، چې خندا تشخیصوي او د دوام سبب یې ګرځي . د هغوی په اند خندا یو بشپړ اتوماتیک غبرګون دی .

ولې خاندو ؟

ډېری څېړونکي په دې باور دي، چې خندا د انسانانو ترمنځ د راښکون او نږدې اړیکې  د رامنځته کېدو سبب ګرځي . کله چې تاسو له یو چا سره د آرامتیا احساس کوئ، نو له هغه سره خاندئ او له ځانه دا احساس څرګندوئ .

دا چې تاسو نه غواړئ، په یوه ډله کې د یوازېتوب احساس وکړئ، دا د دې لامل کېږي، چې د خندا پرمهال له هغوی سره وخاندئ او له هغوی سره ملتیا وکړئ او همدا دلیل دی، چې ډېری خلک خندا ساري ګڼي . که چېرې ځیر شوي یاستئ، معمولاً که چېرې د کورنۍ مشر او یا حتی ستاسو رییس وخاندي، نو تاسو هم خاندئ او دا کټ مټ هماغه حالت دی، چې ویل کېږي، په خندا سره کولای شو، د نورو چلندونه او حتی د هغوی پنزونې کنټرول کړو .

یو له څېړونکو څخه خندا د الوتونکو له غږ سره پرتله کوي او په دې باور دی، چې خندا د اړیکې د رامنځته کېدو له پاره د انسان یو طبیعي غبرګون دی . نورې څېړني ښیي، کله چې تاسو په یوه ډله کې یاستئ، په هغه  ډله کې ستاسو د  خندا کچه ۳۰ برابره له هغې خندا څخه زیاته ده، کومه چې تاسو  ټلویزیون ته ناست یاستئ .

خندا او مغز :

څېړونکي په دې باور دي، چې د خندا پرمهال د مغز بېلابېلې برخې کار پیلوي، خو تر اوسه د خندا او مغز ترمنځ اړیکه په کره توګه نه ده معلومه شوې .

د دې څېړنو له پاره څو کسان له پرمختللو دستګاو سره وصل شول او پایله دا چې د خندا پرمهال، هغه څپې چې د خندېدونکو کسانو د مغز په وسیله تولیدېدې، په بشپړه توګه یو شان وې . د دې څېړنو پر بنسټ لومړی کیڼ اړخ فعالېږي، کلمې او ټوکې تحلیلوي . له دې وروسته مخکینی اړخ یې، چې احساساتو پورې تړاو لري، ډېر فعالېږي . د مغز ښۍ برخه په ټوکو پورې اړوند معلومات تحلیلوي . شاتنۍ برخه، چې د خولې او لاسونو حرکتونه صادروي، فعالېږي  او بهرني چلندونه څرګندېږي .

د یادونې وړده، هغه لاره چې خندا یې په مغز کې طی کوي، له هغې لارې سره په بشپړه توګه توپیر لري، کومه چې د سختو احساساتو پرمهال یې طی کوو، له همدې امله څېړونکي په دې باور دي، چې د مغز په دې برخه کې هر ډول بې نظمي کولای شي، انسان له خندېدو څخه را وګرځوي او یا غیر عادي بڼه ورکړي .

فعال سیستم :

د مغز فعال سیستم، چې ویل کېږي، د خندا په میکانیزم کې ښکېل دی، په مرکزي برخه کې قرار لري. دا برخه ډېره مهمه ده، ځکه هغه خوځوښتونه ( حرکتونه ) چې د انسان له پاره ډېر ارزښتمن دي، کنټرولوي .

د مغز دا برخه په لرغونو حیواناتو لکه : تمساح ګانو کې هم شتون لري، چې له هغې څخه په ګټه اخیستنې او بوی ایستلو خپل خواړه ټاکي، خو په انسانانو کې له دې برخې څخه د انګېزې او احساساتو له پاره کار اخیستل کېږي . څېړونکي په دې باور دي، چې امیګدالا او هیپو کامپوس د انسانانو په احساساتو کې تر ټولو ستر رول لوبوي .

امیګدالا له هیپوکامپوس سره اړیکه نیسي او همدا اړیکه د مینې، دوستۍ او ورځنیو احساساتو سبب ګرځي . هیپو تالاموس هغه برخه ده، چې د خندا پرمهال د ډول ډول غږونو د تولید سبب ګرځي .

خندا او روغتیا :

موږ ټول پوهېږو، چې خندا د ډېرو دردونو درملنه ده . تر ټولو مهم کار چې خندا یې زموږ له پاره ترسره کوي، داده چې زموږ اعصابو ته تعادل ورکوي او همدا موضوع له بېلابېلو ناروغیو څخه مخنیوی کوي .

خندا د ژور خپګان هورمونونه را کموي او دا د دې سبب کېږي، چې موږ ډېر لږ په غوسه شو او د وینې فشار له لوړېدو څخه مخنیوی کوي . دغه راز دا کړنه پروتیني ژونکې (حجرې ) زیاتوي، چې زموږ له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي .

د خولې د ناړو ډېرښت بدن ته د خولې له لارې د انتاني ناروغیو د ننوتلو مخه نیسي او زموږ له روغې سټې سره ډېره زیاته مرسته کوي . په زړه پورې ده، پوه شئ، چې سل ځله خندېدل له پنځلس دقیقې بایسکل ځغلونې سره برابره ده، نو خندا کولای شي چې یو ورزش واوسي . په خندېدلو سره د وینې اکسیجن لوړېږي او د وینې فشار را ټیټېږي .

د روغتیا پالانو په وینا، ډېری خلک خپل منفي احساسات لکه : وېره یا کرکه په ځان کې ساتي او خندا له ځانه د دا ډول احساساتو د لرې کېدو یوازینۍ لاره ده .

ژباړن : عطا محمد میاخېل