انسان

ليکوال: اکمل خوږياڼی

د انسان پيدايښت لوى رب کړې دى، فريښتو يې کالبوت له خاورو جوړ کړې دى،  شيطان ورته د تعظيم سجده نه ده اېښې، روح پکې د ټاکلي وخت لپاره بندي دى، چې وخت يې پوره شي د انسان له بدنه به کډه وکړي؛ ځکه چې روح د انسان وجود ته نه ننوتلو الله پاک ورسره ژمنه کړې چې يو ورځ به دې بېرته راوباسم او د ټول عمر لپاره روح د انسان په وجود کې بندي نه دى، د انسان روح دوه ځايونو ته تلوونکى دى، د عابد سړي روح به اعلين ته پورته شي چې اسمان کې ځاى لري او د ګنهګار سړي روح به د ځمکې تل سجين ته ښکته شي، لوى رب انسان ته سترګې، غوږونه، پوزه، خوله، زړه څلور اندامونه، او داسې نور بې شمېره نعمتونه ور کړي دي.

ماشوم چې خلق شي، خبرې، پوهه او عقل ورسره نه وي، څومره چې عمر پورته ځي دومره عقل پښېږي، د ځوانۍ په مرحله کې د سترګو نظر پوره حد ته رسېږي، د بدن غړي ځواکمن کېږي، ذهن چټک کېږي، انسان په ټوله مانا کار ته چمتو کېږي او ديته ورته نور زښته ډېر نعمتونه لوى رب انسان ته ور په برخه کړي دي خو؛ يوه خبره شته چې دا نعمتونه همداسې تازه پاتې کېدل د انسان د عمر تر پايه نه وي، ځکه چې هر نعمت د عمر په تېريدا سره د انسان له ژونده کډه کوي او ځي ترې، لکه څنګه چې انسان د زړښت عمر ته رسېږي، د سترګو نظر يې کمزورى کېږي، په ځوانۍ کې د نورو مرستندويه وسيله وي خو؛ په زړښت کې دى نورو ته محتاج وي، د اورېدو حص يې دومره ضعيف شي چې څوک ورته غږېږي نو په غوږ کې ورته په لوړ غږ خبره کوي، دا او نور ډېر مسايل در واخلئ؛ نو خبره دا ده که د ژوند له  دې نعمتونو مو سمه ګټه واخېسته هم در څخه ځي او تلوونکي دي، که مو ناسمه ګټه ترې پورته کړه هم در څخه ځي؛ نو په کار ده چې د ژوند د تېرېدا څخه په لوړ قيمت ګټه پورته کړئ او د کال ټولې ورځې او شپې د يو مهال وېش له مخې په ښو او نيکو کارونو کې ولګوې، د ژوند هره لحظه غنيمت وګڼئ او له نورو په توپير په ښو کارونو کې وړاندې والى غوره کړئ، چې ژوند مو د انسان په انساني کلمه پوره او بشپړ  تېر شي.