شاعر: سمیع الدین افغانی
د ادم د زړګي وینه
چه بدله شوه په مینه
قدرت ګوره د سبحان
چه پیدا یې کړ انسان
د زمان بهیر چلېږي
خلک کله پرې پوهېږي
فرشتو دی راوستلی
دی دنیا ته انسان ښکلی
د انساني مینه انسان
رب پیدا کړه په جهان
دی جهان ته دی حیران
د ادم لمسی انسان