انعکاس رادیو او هیواد تعلیمي مرکز په ژورنالیزم کې ۱۵ تنه وروزل.

په جلال اباد کې د انعکاس رادیو مسول او د یاد درې میاشتني کورس استاد نصرت الله نصرت صاحبزاده وايي په یاد کورس کې یې ۱۵ تنو ته د ژورنالیزم په بیلابیلو برخو کې زده کړې ورکړي،چې په وینا يې تر ډيره يې د ژورنالیزم په هغه موضوعاتو ټینګار کاوه چې اوس مهال زموږ هیواد افغانستان ورته اړتیا لري.

((پدې درې میاشتنې پروګرام کې چې د انعکاس راډیو او هیواد ښوونیز مرکز لخوا په ګډهپه لاره اچول شوی وو چې پکې د ژورنالیزم اخلاقو، راډیوي او اوسني ژورنالیزم په اړه خبرې وشوې چې زمونږ په هیواد کې ورته اړتیا ده لکه روغتیا، امن او بیا رغونه))

نوموړي زیاته کړه د دوو اړتیاوو په خاطر یې یاد کسان د ژورنالیزم په برخه کې وروزل چې یوه یې په یو شمیر رسنیو کې د غیرې مسلکي کسانو کار کول او بل یې په ننګرهار ولایت کې د ژورنالیزم سره د ځوانانو د بې کچې مینه له کبله دا درې میاشتني کورس جوړ او د ژورنالیزم په برخه  کې یې ځوانان وروزل.

دي زیاتوي له دې کورس څخه فارغ شوي کسان به په انعکاس رادیو کې د رپوټ په برخه کې په دنده ګمارل کیږي څو په عملي برخه کې هم وروزل شي.

((په ننګرهار کې د نورو ولایتونو په پرتله د ژورنالیزم مینه وال ډیر دي، نو مونږ لازمه وګڼله چې دوی باید مسلکي وروزل شي او دا پروګرام مو ورته برابر کړ. دا زده کوونکي به مونږ سره په راتلوونکې کې د رپورټ په برخه کې عملي کار کوي))  

بلخوا بیا د یاد درې میاشتني کورس څخه فارغ شوي زده کونکي حبیب الله وايي په دې درې میاشتو کې یې د ژورنالیزم په برخه کې ډیر معلومات ترلاسه کړه چې د ژورنالست دندې د ژورنالیزم تعریف د خبر او رپوټ جوړول د خپرونو جوړول او چلول او داسې نور پکې شامل دي.

((پدې درې میاشتني پروګرام کې مونږ ته د ژورنالیزم تعریف، اخلاقو، ارزښتونو او عملي کار په اړه زده کړې را کړل شوې- دلته مونږ د راډیوي خپرونو او د خپرونو د وړاندې کولو په طریقه ډیر څه یادکړل))

وزیر او محمد ادریس د دې کورس دوه نور فارغ شوي ځوانان دي او له سیمه یزو رسنیو غواړي چې دو ته په عملي برخه کې د کار کولو زمینه برابره کړي ترڅو د خپلو ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي برخه کې ګټه پورته کړي.

((له نورو رسنیو څخه غواړو چې مونږ ته د عملي زده کړو په برخه کې زمینه برابره کړي تر څو اساسي هدف ته ورسیږو – ځینې رسنې په دې برخه کې د کاري تجربې د نه لرلو په اساس زمونږ اسناد نه قبلوي ، خو دوی باید مونږ ته چانس را کړي تر څو عمله کار وکړو او تجربه تر لاسه کړو))

هیره دې نه وي چې په ننګرهار ولایت کې ډيرو ځوانانو د ژورنالیزم لنډمهالي کورسونه او ورکشاپونه اخستي خو په رسنیو کې ورته د کاري تجروبې د نه شتون له امله دنده نه ورکول کیږي.