انلاين زدکړې په ټو جي نړۍ کې

لیکنه: احسان الله سمون

څلور مياشتې وړاندې چې د ختيځې نړۍ له ګڼ مېشتو سيمو په سترګو نه ليدل کېدونکې بلا پورته شوه، ټولې نړۍ ته خپره شوه‌.

څو مياشتې وروسته نړۍ ته لوی چيلينج شو، هر څه يې سقوط کړل، حتا لوی شرکتونه او کمپنۍ يې له لوی تاوان سره مخ کړې.

دلته چې کومو هيوادونو پوره برېښنا، چټک او ارزانه انټرنټ او ټکنالوژۍ ته لاسرسی درلود هغو هر څه په انټرنټ پيل کړل، لويو شرکتونو خپلو کارکوونکو ته په کورونو کې د کار توصیه وکړه، ښوونځیو او پوهنتونونو خپلو زده کوونکو او زدکړيالانو ته په کورونو کې په انلاين بڼه زدکړې پيل کړې.

خو برعکس په وروسته پاتې هيوادونو کې کمپنۍ او شرکتونه له ستر زيان سره مخ شول، کارکوونکي يې په کورونو کې کښېناستل، هغه کارکوونکي چې په انلاين بڼه يې کار پيل کړ او هغه زده کوونکي چې په انلاين بڼه يې زدکړې پيل کړې، د کمزوري او ډېر ګران انټرنټ له لاسه ورته رواني او ذهني ستونزې پيدا شوې.

د روان ۲۰۲۰ زېږديز کال په لومړیو کې مې د BBC PASHTO په يوو رپوټ کې چې د ټکنالوژۍ اړوند وو، ولوستل چې د ۲۰۲۰ کال تر پايه به د نړۍ په لويو ښارونو کې فايف جي انټرنټ فعال او تر راتلونکو کلونو به عام شي.

د افغانستان انټرنټ چې له ۲۰۱۲ زېږديز کال راهيسي تر ننه هماغه ټو جي دی، نه يې کيفيت ښه شو او نه يې بيې ارزانه شوې، په تېرو څو کلونو کې چې په افغانستان کې خلکو له لوی مجبوريته انټرنټ او انلاين ته مخه کړې، له دې انټرنټه هیڅ رضايت نلري او کارونه يې د مجبوريت له امله ګڼي.

که افغان دولتي او خصوصي پوهنتونونو له وړاندې دې ناوړه حالت ته اماده ګي او تياري لرلی، په دې برخه کې يې پانګونه کړې وای، نن به دا ستونزې نه وې، نن به موږ هم لکه د نورې نړۍ د خلکو غوندې له انټرنټ څخه په پراخه کچه او ارزانه توګه ګټه اخيسته.

راځو پايلې ته؛ نن چې انټرنټ د افغانانو د ژوند په هره برخه کې ځای پيدا کړی او په دې وروستيو کې لوړو زدکړو وزارت هم دولتي پوهنتونونو ته په انلاين بڼه د زدکړو د پيل فرمان ور کړی، نو مجبور يو له انټرنټ سره اړیکه وساتو، وايي چې له پيښې تېښته نشته.

نو مخابراتو وزارت او اترا ادارې ته يو شمېر اړينې لارښوونې لرم، چې بايد عملي شي:

۱_ انټرنټ چې څومره ژر کېږي، له ۶۰ تر ۷۵ سلنې ارزانه کړئ.

۲_ په اوسني بحراني حالت کې دي د توان تر کچې په ښارونو او ليرې پرتو سيمو کې د انټرنټ کيفيت فور جي ته لوړ شي‌.

۳_ دا چې هر څه کرنتين دي، نو د توان تر کچې دي مخابراتي شرکتونه خلکو ته په پور انټرنټ ورکړي، چې دا به د خلکو په کرنتين کې ښه رول هم ولري.

۴_ لوړو زدکړو وزارت دي د تېر سمستر او اوسني سمستر د محصلينو بدل اعاشې کورونو ته حواله کړي، ترڅو له يوې خوا په انتقال کې ستونزې نه وي او له بله پلوه محصلين پرې اسانه په کورونو کې انټرنټ فعال کړي.

په نړۍ کې فايف جي انټرنټ عامېږي، موږ لا د پنجاب ټو جي انټرنټ ته په ټيټ کيفيت او لوړو بييو ناست يو.

چې خپل وطن پخپله جوړ نکړو، ښه ورځ ولا که وګورو!

په پای کې د يوو جوړ وطن په هيله!

سمون