انلاین ژورنالیزم سره اشنا شئ

لیکوال : هدایت شاه هدایت

که د رسنیو ډلیندۍ ته وګورو نو له تخنیکي اړخه په څلورو ډولونو ویشل شوي دي، چې عبارت دي له چاپي، راډيویې، تلویزوني او انټرنیټي رسنۍ چې ورته Cyber journalismیا online journalism هم وایې.

Online journalism یوه ترکیي کلمه ده، چې له (on) ، (line) او ( journalism) له کلمو څخه ترکیب شوې ده، چې ( on) مانا پر، ( line) مان لیکه او ( journalism) د ژورنالیزم خپل لفظ دی.

د انلاین ژورنالیزم اصطلاح د ۱۹۹۰ م کال په لمړیو کې ترسترګوشوه، او له هغه وروسته د online Chicago په نوم یوه انټر نیټي ورځپاڼه هم په خپرونو پیل وکړ.

د انلاین ژورنالیزم د تعریف یاپیژندنې په اړه د واشنټن پوسټ د ورځپاڼې د منځپانګې طراح (ماینډي میک اډامز) لیکي: (( زه په دې باوري یم ، چې که یوازې د راډيو، تلویزون او نورو رسنیو منځپانګه پرلیکه کړو، دابه انلاین ژورنالیزم نوي ، ځکه دا هماغه راډيويې او تلویزوني ژورنالیزم دی چې یوازې پر ویب راغلی دی. انلاین خبریالي باید د انلاین ځانګړنو سره سمه پر لیکه شي. دانلاین رسنیو خبریالان د ډیرو انځورونو، ډیروغږونواو نویو راښکونکو سبکونوپه لټه کې وي. له اوږدو لیکنو ډده کوي)).

په پورته تعریف کې د انلاین رسنیو له ځانګړنو یادونه شوې ده، او له ځانګړنو څخه یې موخه داده چې: پروخت خپراوي، چټکتیا، څورسنیزتوب یا ( multi media)، تعاملي اړخ، پراخ لاسرسی،شیبه یې ویش او… نور هغه څه دي چې په انلاین ژورنالیزم او انلاین خبریالۍ کې باید په پام کې ونیول شي.

له دې ټولو سره سره د انلاین رسنیو لپاره چې کله متن لیکل کیږي نو دمتن جوړښت، د متن منځپانګه او د پیوندونو یا لینکونو کارولو ته باید ډیره ماملرنه وشئ، او په یادو ټولو څیزونو کې لنډون، د متن رواني، اوسادګي ډیره اړینه ده.

اوس یوه پوښتنه پیدا کیږي اوهغه داچې، ایا د انټرنیټ پرپاڼه کوم ډول خپریدونکي توکي کولای شي ځان د انلاین ژورنالیزم په چوکاټ کې داخل کړي؟

په ځواب کې باید ووایو چې د انټرنیټ پر پاڼه ټول خپاره شوي توکي، د انلاین ژورنالیزم په چوکاټ کې نه راځي؛ بلکه یواځې هغه توکي په انلاین ژورنالیزم پورې ځان تړي چې، د ژورنالیز څلورګونې دندې چې له اطلاع، تفریح، ښوونې او لارښودنې څخه عبارت دي ترسره کړي.

چې ښې بیلګې یې په افغاني رسنیو کې له BBC، ازادي، تاند، بینوا، اونورو څخه عبارت دي.