انور وفا سمندر ونمانځل شو

د ځوان غږ ټولنې له لورې د میدان وردګو ولایت مقام په همکارۍ لیکوال اوژورنالست محمد انور وفا سمندر د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شو.

په دغه غونډه کې د میدان وردګو والي، د ادارو مسؤلینو، ولایتي شورا غړو،قومي مشرانو،مدني ټولنوغړو او ګڼ شمېر نورو فرهنګپالو په کې ګډون کړی و.

د میدان وردګو والي حیات الله حیات د ژوندیو نمانځل په ځانګړې ډول د ټولنو له لورې په دغه ولایت کې نوښتګر عمل وباله او د دغه چارو پر دوام یې ټینګار وکړ او په دغه برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه .

ده همدا راز  ښاغلي سمندر يو نوښتګر او پنځونکى ليکوال وباله او زیاته یې کړه، نوموړى  تل هڅه کړې ترڅو د ژورناليستيکي او هنري تصويرونو د شعر او نثر ترمنځ پولې ونړوي .

د میدان وردګو والي د وفا سمندر لخوا د هغه هغه پېژندنه چې خپله یې لیکلې او په کې یې ویلي : پلار ويل: «هلکه! غنم لو کې دنیا ته راغلې»؛ خو مور به ويل: «نه، ته مي په مني-طلایي موسم- کې دنیا ته راوړې!»  په زړه پورې وبلله .

د ځوان غږ ټولنې مشر خواجه محمد زیار وویل د ټولنې غړي یې ویاړي،چې د یو منلي لیکوال او ژورنالست محمد انور وفا سمندر لپاره نمانځغونډې کوربه توب لري..

ده ټینګار وکړ،چې ورته نورې غونډې به هم جوړوې او د دغه ولایت هغه ځوانان،چې په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې ولري،ورته به نمانځغونډې جوړې کړې خو نوموړی له سوداګرو او بېلابېلو مسؤلینو څخه وغوښتل،چې د لیکوالانو لیکلې کتابونو په چاپولو کې د  دوی له ټولنې سره همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ مختار د وفا سمندر لیکوالي د عامو لپاره نه،بلکې د خاص کسانو لپاره وبلله او زیاته یې کړه، هغه استعارې او کلمات چې د نوموړی په لیکوالی کې ځای پر ځای شوي، هر څوک ترې پوره مفهوم نشي ترلاسه کولای .

خاص سبک خاوند وګاڼه خو نوموړی سمندر نوښتګر وباله او د لیکوالانو په منځ کې د ځانګړي ټیپ او

.

د حقوق پوهانو د ټولنې مشر اجمل هوډمن،انجینر محمد یونس ارین،ګل محمد پښتون،احسان الله مجنون، محمد نبي احمدي،جهانمل او یو شمېر نورو لیکوالانو هم د محمد انور وفا سمندر په اړه خپلې لیکلې مقالې او ویناوې دګډونوال سره شریکې کړې .

لیکوال او ژورنالست محمد انور وفا سمندر د ځوان غږ ټولنې او ټولو هغه کسانو څخه مننه وکړه،چې نوموړی ته یې د نمانځغوندې په برابرو کې هلې ځلي

کړي .

ښاغلي سمندر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل د یوه لیکوال په توګه یې ترسره کړې کړنې ورته د منلو وړ نه دي او دغه ډول نمانځغونډې یې لا هم هڅوي،ترڅوخپلې لیکوالۍ او ژورنالستیکي هڅو ته دوام ورکړي .

درې پنځوس کلن محمد انور وفا سمندر د میدان وردګو ولایت د مرکز میدانښارد چارکې چهارکلا اصلي اوسیدونکی دی،چې تر دا مهاله یې ۱۵ بېلابېل کتابونه او سلګونه مقالې لیکلي او چاپ شوي دي .