د هندي سېنما د مشهورې ستورې انوشکا شرما او د هند د کریکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د مینې له داستانونو خو به خیر یاست، خو راځئ له تازه خبرو یې په سرخط کې خبر شئ.
کیسې دې ځای ته رسېدلې چې اوس ویرات له انوشکا سره د راتلونکي لهپاره تیاری پیل کړي، خو دا تیاری داسې نه دی چې ګنې په ګډه یې کوم کور اخیستی او یا یې هم د ګډ ژوند کولو پرېکړه کړې، بلکې یوازې سوداګریزه ملګرتیا یې قوي شوې ده.
ویرات او انوشکا اوس په ګډه جایدادونه اخلي او سوداګري کوي.
وړاندې ویرات او انوشکا په ممبيي کې زیات جایدادونه اخیستی وو، خو اوس یې په نوي ډیلي کې هم د کروړونو روپیو مارکېټ اخیستی او همدا ډول یې یو لوی رسټورانټ پرانیستی دی.
که څه هم ویرات په ځلونو د انوشکا په اړه خپل نېک نظر څرګند کړی، خو انوشکا بیا تر اوسه د ویرات په اړه څه نه دي ویلي.