انوشکا شرما د څه وخت لپاره د بالي ووډ څخه دمه وکړه

د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې او د هند کرکټ ملي لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي میرمن انوشکا شرما د څه وخت لپاره د بالي ووډ فلمونو څخه دمه اخیستې ده.

د معلوماتو له مخې، انوشکا شرما د خپلې لور د زېږېدو وروسته د خپلو کارونو څخه دمه کړې ده او غواړي چې خپل ټول وخت او خپله ټوله پاملرنه خپلې لور ته وکړي.

ځینې راپورونو کې ویل شوي دي، چې انوشکا شرما راتلونکی ټول کال خپلې لور ته ځانګړی کړی دی او د کارونو کولو څخه یې ډډه کړې ده، همدا راز د نویو فلمونو یا اعلانونو له اخیستلو هم انکاري شوې ده.

 

په هند کې د کورونا ویروس هم ډېر خپور شوی دی او انوشکا نه غواړي چې د خپلې لور د روغتیا په اړه هېڅ رسک واخلي، نو له دې امله یې خپل ټیم ته ویلي دي، چې د هیچا سره د کار په اړه خبره ونه کړي.

 

د یادولو ده چې انوشکا شرما په وروستي ځل د شاه رخ خان او کترینه کیف سره په (زیرو) فلم کې کار کړی و. نوموړې په ۲۰۱۷ کال کې له ویراټ کوهلي سره واده کړی و او د روان کال په پیل کې یې لور زېږېدلې ده.

کاپي…