دوشنبه , 29 اپریل 2024

انګلستان هم نړیوال جام ته خپله ملي لوبډله اعلان کړه

د انګلستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له لوري نړیوال جام ته په اعلان شوې لوبډله کې ایون مورګن لوبډلمشر، معین علي، جوني بیرسټو، جاس بټلر، ټام کورن، جو ډینلي، الیکس هېلز، لیام پلونکیټ، عادل الرشېد، جو روټ، جیسن رای، بین سټوکیز، ډېوېډ ویلي، کریس ووکېس او مارک ووډ شامل شوي.

له دې وړاندې نیوزېلېنډ، هندوستان، استرالیا او بنګله دېش لوبډله هم نړیوال جام ته خپلې ملي لوبډلې اعلان کړې دي.

افغان لوبغاړي سویلي افریقا کې په تمریناتو بوخت دي او افغان کرکټ بورډ به هم ډېر ژر خپله ملي لوبډله نړیوال جام ته اعلان کړي.

خبریال: نصرت الله عمرزی