انګلستان ویسټ انډیز ته سخته ماتې ورکړه

د ویسټ انډیز او انګلستان دوهمه شل اوریزه لوبه د انګلینډ لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده، یاده لوبه د ویسټ انډیز په خپل کور، لوبغالي او د لوبي ننداره کوونکو په منځ کي ترسره شوه خو بیاهم ویسټ انډیز د انګلینډ څخه ماته ومنله.

د لوبې پیل انګلیستان لوبډلې وکړ، چې پکې ښي لاسي توپ وهنونکي سم بیلینګز د خپلو شل اوریزو لوبو په بهیر کې تر ټولو ډیرې ۸۷ منډې وکړې، همدا سم بیلینګز د افغانستان په غوره لیګ کي د کندهار لوبډلې سره لوبېدلی وو. انګلستان په دې لوبه کې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو ویسټ انډیز ته یې بیا د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ. د انګلیستان لپاره دوو لوبغاړو ټاکلی هدف اوږد کړ، سم بیلینګز او جیو روټ داهغه لوبغاړي وه چي د خپل هیواد ، خلګو او د خپل ځان مسؤلیت یې ادا کړ. سم بیلینګز ۸۷ منډې او جیو روټ بیا ۵۵ منډې وکړې. د ویسټ انډیز لپاره بیا فابین آلین دوې ویکتي ترلاسه کړې. په دوهم وار توپ وهنه کي بیا ویسټ انډیزي لوبغاړي شای هوف او ګریس ګیل وه چي دلوبي کنټرول یې د ټولو لوبغاړو لپاره له لاسه ورکړ، دلته بیا ویسټ انډیز لوبډلې په ۱۱،۵ اوره کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۴۵ منډې وکړې او همدا دوهمه لوبه یې انګلینډ لوبډلې ته ورکړه. د ویسټ انډیز لپاره شیمرون او براټویټ وه چي لس_ لس منډې یې وکړې. د انګلیستان لپاره چټک توپ اچوونکي او د افغانستان په غوره لیګ کي د پکتیا لپاره لوبیدلي کریس جورډن ۴ او عادل رشید دوې ویکټې ترلاسه کړې، دلته دانګلستان لپاره هر لوبغاړي خپل مسؤلیت ادا کړ. د همدې لوبي غوره لوبغاړی سم بیلینګز وټاکل شو نوموړي دخپل ټېم لپاره ۸۷ منډې وکړې. د یادونې وړ ده چې د شل اوریزو لوبو په دې لړۍ کې انګلستان لمړۍ شل اوریزه لوبه په ۴ ویکټو او همدا دوهمه شل اوریزه لوبه په ۱۳۷ توپیر وګټله، ددې هیوادونو ورستۍ لوبه د همدې مارچ میاشتي پر ۱۱ تاریخ او دافغانستان پر وخت ۱۲:۳۰ ترسره کیږي.