England's James Anderson (centre) and the rest of the England team celebrate winning the First Investec Ashes Test match at Trent Bridge, Nottingham.

انګلینډ په کرکټ کې نیوزلینډ ته ماتې ورکړې

د انکلینډ کرکټ لوبډلې په لارډز کرکټ لوبغالي کې د یوې په زړه پورې سیالۍ ورسته نیوزلینډ کرکټ لوبډلې ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکولو یې سیریز په خپل نامه کړی.
انګلینډ د سیالۍ په ورستۍ ورځ د نیوزلینډ لوبډلې نه د ګټې لپاره ۳۴۵ منډو هدف ټاکلی وو مګر نیوزلینډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یله ۲۲۰ منډې وکولی شوې.
د ټيسټ سیالۍ په پنځمه ورځ د انګلینډ لوبډلې د څلورو لوبغاړو له سوځېدو ورسته سیالي پېل کړه، او ټول لوبغاړي یې د ۴۷۸ منډو جوړلو ورسته وه سوځېدل، او نیوزلینډ ته یې ۳۴۵ منډو هدف وټاکه.
په دغه سیالۍ کې د نیوز کرکټ لوبډلې توپ وهونکي هغه ډول ونه لوبېدل کوم ډول چې ګومان کېده، له لومړي سره یې لوبغاړي پرله پسې وسوځېدل، کوري اینډسن او ویکټ ساتونکي والټنګ ښه سره وه لوبېدل او وه یې کولی شول چې د منډو هدف تر ۱۶۸ ورسوي، خو له دغه لوبغاړو ورسته بیا لوبه کرار شوه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۲۰ منډې ورکړې او لوبه یې له لاسه ورکړه.