لیکنه : عبدالحمید هڅاند
نوټ: دغه پوښتنه راڅخه زیات ځله پر مسینجر شوې. که څه هم ما یې په اړه مخکې هم نظر بیان کړی دی، خو دلته یې بیا بیانوم.
تاسې به اورېدلي وي چې پلانکی نابغه و او بستانکۍ ژبه یې په ۹ ورځو کې زده کړه. همدارنګه، د ځینې کورسونو شعارونه سره به مخ شوي یاست چې په یوولس میاشتو کې پر انګلېسي د تسلط پیدا کول یې دعوه ده. کله مو یې په اړه فکر کړی دی چې ایا په ورځو یا میاشتو کې یوه ژبه زدهکېدای شي؟
دغسې دعوې درواغ دي. تحقیقاتي موندنو څرګنده کړې چې د دویمې ژبې د زده کړې لپاره له شپږ تر اته کلونو وخت ته اړتیا ده
(۱). په نهه ورځو یا یوولس میاشتو کې هیڅوک پر دویمه ژبه تسلط نه شي پیدا کولی. د «هو ار یو؟»، «وټ آر یو ډوینګ؟» او «آی لَوّ یوُ.» په څېر ورځنۍ خبرې رښتیا هم په څو ورځو یا میاشتو کې زده کېدای شي؛ خو دا پر انګلېسي تسلط نه دی. ځکه نو، د انګلېسي د قوي کولو لپاره تعهد، وخت او هڅو ته اړتیا ده.
د ژبې د زدهکړې لپاره شارټکټ یا لنډهمنډه نشته. که کلونه وخت ورکولی شئ، او زدهکړې ته یې ژمن یاست، پاتې برخه ولولئ؛ او که مو تمه دا وي چې په شپږ میاشتې یا یو کال کې یې باید «ښه» زدهکړئ، بیا نو لطفاً د دې لیکنې پر ویلو هم وخت مه لګوئ.
که تاسې د انګلېسي ژبې پر زدهکړه تېر کال پيل کړی وي، تر اوسه مو یواځې یو کال وخت ورکړی دی؛ ځکه نو تاسې ته اوږده موده لا پاتې ده چې انګلېسي مو قوي شي. خو هغه کسانو چې، مثلا، درې کاله مخکې د انګلېسي ژبې په زدهکړه پیل کړی دی، دوه تر درې کاله نوره خواري هم وکړئ چې پر انګلېسي مو حاکمیت لا ښه شي.
تر پینځه کلونو زیات وخت باندې ټینګار ځکه مهم دی چې اکثریت کسان د انګلېسي په زدهکړه پیل وکړي، ډېر ښه روان وي، خو یو یا یونیم کال وروسته چې ارزونه وکړي، دې نتیجې ته ورسېږي چې د انګلېسي مهارتونه یې څومره چې باید لوړ شوي وای، نه دي لوړ شوي. دغسې کسان زړهماتي شي او بالاخره د انګلېسي له نورې زده کړې لاس واخلي. بده لا دا چې هغه زدهشوې انګلېسي یې هم هېره شي. همدارنګه، داسې کسان هم شته چې د انګلېسي له زدهکړې لاس نه اخلي خو مایوس وي او فکر کوی د دوئ د دویمې ژبې د زدهکړئ ظرفیت محدود دی. ځکه نو، مهمه ده چې په ذهني توګه دغه پوښتنه درسره حل وي چې ولې د یو یا دوه کاله په تېرېدا لا هم پر انګلېسي تسلط ستاسې د رضایت وړ نه دی.
وروسته له دې چې تر پینځه کلونو زیات وخت باندې مې ټینګار وکړ، په دې اړه دویمه مهمه خبره دا ده چې یواځې لومړي دوه کلونه په کورسونو ولګوئ، له هغه وروسته تاسې پخپله کولی شئ پر ژبې تسلط مو ښه کړئ. مانا دا چې، خپلې نورې پوهنتوني زدهکړې یا دفتري کارونه په عادي توګه ترسره کوئ خو تر څنګ یې په سیستماتیکه توګه انګلېسي ته هم یوه برخه وخت ورکوئ. خو څنګه؟
«سیستماتیک» ځکه چې که طریقه مو سمه نه وي، ممکن ورڅخه اعظمي ګټه وه نه کړای شئ. په دې اړه لاندې شپږ ټکي مهم دی:
۱) که غواړئ پر انګلېسي یا بلې هرې دویمې ژبې ښه تسلط پیدا کړئ، نو لومړی له ځانه پوښتنه وکړئ چې خپله مورنۍ ژبه مو څومره زده ده؟ تحقیقاتو څرګنده کړې چې پر مورنۍ (لومړۍ) ژبې د حاکمیت کچه پر دویمې ژبې د حاکمیت کچې سره مستقیمه اړیکه لري. که یو کس په خپله مورنۍ ژبه کې ښه لیکنه نه شي کولی، هغه په دویمه ژبه کې که هر څومره وخت زده کړه وکړي، بیا هم ښه لیکنه نه شي کولی. یو پښتون چې په پښتو کې ښه وینا نه شي کولی، هغه په انګلېسي کې هم ښه وینا نه شي کولی. «کمینز» نومي غربي عالم په ۱۹۸۴ کې دا تیوري مطرح کړه. د کمینز د دویمې ژبې د زدهکړې تیوري ته انټرډیپینډنس (Interdependence Theory) ویله کېږي. که څه هم په هغه لومړیو کې دا تیوري فقط فرضیه وه، خو راوروستو څېړنو یې پخلی وکړ ځکه نو، اوس د تیوري په حد کې ده (۲). نو په انګلېسي یا بلې هرې دویمې ژبې کې مازې محاوره هدف نه وي بلکې بشپړ/ښه تسلط هدف وي، بیا نو ضرور ده چې د ښې وینا، ښې لیکنې او اغېزناکې محاورې پر معیار لومړی په خپله ژبه کې پوه او دغه مهارتونه خپل کړو.
۲) مطالعه د معیاري ژبې د زدهکړې کیلي ده. که مطالعه ولرو، معیاري اصطلاحات، ښکلي ترکیبونه، او ګرامري جوړښتونه مو زدهکېږي. همدارنګه، کتابونو کې له داسې مفاهیمو سره مخ کېږو چې موږ فکر کولو ته اړ باسي او د تحلیل ځواک زیاتوي. «کمینز» دا هم ویلي چې د ژبې د ښې زدهکړې لپاره ذهني/معرفتي (cognitive) او تعلیمي کچې لوړوالی مهم دی. څومره چې مطالعه زیاته وي، هغومره د تحلیل ځواک ښه کېږي او د خبرتیا ساحه مو پراخېږي. همدارنګه، د پېچلو مفاهیمو د بیانولو ځانګړتیا سره بلدېږو. په دې ترتیب، پر ژبې د حاکمیت کچه مو حتا د پېچلو مفاهیمو د ښه بیان تر حده لوړېږي. که مطالعه نه ولرو، ورځنۍ محاوره چې د دقیق اصطلاحاتو، لغتونو، او معیاري وګرامري جوړښتونو له مخې زیاته نه ده غني، زموږ اساس ګرځي او بیا نو څه چې د ورځنۍ محاورهیي ژبې په دیګ کې وي، یواځې هغه زموږ د لیکنې او بیان په کاسه کې څرګندېږي. ځکه نو که غواړئ انګلېسي مو قوي شي، په انګلېسي کې زیاته مطالعه وکړئ.
۳) د ژبې د زدهکړې په لومړیو وختونو کې د فیلمونو له کتلو ډډه وکړئ. یوه خورا عامه مشوره دا ده چې فیلمونه وګورئ څو انګلېسي مو ښه شي. دا کار ځکه نه دی ګټور چې، که د لغتونو زېرمه غني نه وي، د فلم په ژبه څوک نه پوهېږي. یوه بله ستونزه د لغتونو ناسم تلفظ دی. داسې هم پېښېږي چې یو لغت دې د چا زده وي، خو که له انګرېزه یې واوري، د بدل تلفظ له امله ممکن پرې نه شي پوه. ځکه نو زه ټینګار کوم چې هر لغت مو زده کاوه، تلفظ یې په معیاري دیکشنري (مثلا، کمبریج اډوانس لیرنرز ډیکشنري) کې زده کړئ. د فلمونو کتل دوه لوی تاوانونه لري: لومړی، وخت مو ضایع کوي: هغه دوه ساعته وخت چې فلم ته ورکوئ، که یې کتاب ته ورکړئ، هم به ارزښتناک څه زده کړئ، او هم به مو د لغتونو زېرمه غني شي. دویم، فلم چې وګورئ او پوه نه شي کیسه یې څه وه او یا اکثریت محاوره درک نه شئ کړای، د انګلېسي له زدهکړې مو زړه تورېږي او مایوسېږئ.
۴) مطالعه وکړئ او ټول لغتونه یې یادداښت کړئ. مطالعه په خپله تحصیلي څانګه یا بلې هغې برخې کې وکړئ چې تاسې مینه ورسره لرئ. په یوه ورځ کې تر لس زیات لغتونه مه زده کوئ. هڅه وکړئ له پینځه تر اووه نوي لغتونه له مطالعې څخه زده کړئ. که دا لغتونه په نیمه، یوه، او یا په پینځه پاڼو کې پیدا شول؛ تاسې هم دغومره مطالعه وکړئ. هڅه مه کوئ زیاته مطالعه وکړئ ځکه یاد ساتئ چې د دغې مطالعې اصلي هدف د انګلېسي زدهکړه ده. همدغه پینځه تر اووه لغتونه په معیاري دیکشنري کې ترجمه کړئ او تلفظ یې زدهکړئ. په لومړیو وختونو کې هم انګلېسي-پښتو/انګلېسي-فارسي دیکشنري او هم انګلېسي-انګلېسي دیکشنري استمال کړئ. انګلېسي-پښتو دیکشنري به د لغت د پښتو معادل په پوهېدلو کې درسره مرسته وکړي خو اصلي زدهکړه به له انګلېسي-انګلېسي دیکشنري څخه وکړئ. د وخت په تېرېدا، د انګلېسي-پښتو دیکشنري استمال ورو-ورو کم او بیا بالکل بند کړئ. هر نوی لغت په کتابچه کې ولیکئ، انګلېسي تشریح یې هم ورسره ولیکئ او د کتاب د جملې تر څنګ، د دیکشنري جمله هم ورسره یادداښت کړئ. که دا کار وکړئ، د هر لغت لپاره تاسې لږ تر لږه پینځه کرښې لیکئ. دغه کتابچه باید «تل» درسره وي: په موټر کې، په دفتر کې، په پوهنتون کې… هر ځای چې مو وخت پیدا کړ، کتابچه خلاصه کړئ او تکرارا هغه لغتونه وګورئ چې تاسې لیکلي دي. په دې ترتیب به هره ورځ د نوي زده شویو لغتونو مانا، تشریح، او جملې لولئ.
۵) په انګلېسي-پښتو/انګلېسي-فارسي دیکشنریانو اتکاء مه کوئ. که تاسې د انګلېسي-انګلېسي دیکشنري استمال عادت نه وګرځوئ، ډاډه اوسئ چې هیڅکله به معیاري انګلېسي زده نه کړئ. اکثریت انګلېسي لغتونو ته دقیق پښتو/فارسي معادل نه شي پیدا کېدای. د انګلېسي لغتونه په یوه زمینه (کانټکس) کې کارول کېږي، خو پښتو معادل یې په بل. همدارنګه، که تاسې هر لغت ته پښتو معادل ولټوئ، ممکن پینځهلس انګلېسي لغتونو ته یو پښتو معادل ولیکئ. خو که تاسې یې انګلېسي تشریح وګورئ، پوه به شئ چې د دې پینځهلس لغتونو هریو، که څه هم یوه پښتو مانا لري، خو د کارېدلو حالتونو یې خورا متفاوت دي. ځکه نو، ډېره ضرور ده چې انګلېسي-انګلېسي معیاري
دیکشنري استمال کړئ، تشریح یې او د جملو استمال یې د هر لغت لپاره ولیکئ.
۶) که مو انګلېسي ښه وي، د کتابونو د مطالعې ترڅنګ، د فلمونو پر ځای دایکیومینتري (مستندفلمونه) وګورئ. داکیومینتري باید سبټایټلز ولري. هغه خبرې چې په فلم کې اورئ، سبټایټلز (لیکې بڼه یې) د تلویزون/لپټاپ پر پرده لیکله کېږي. نوي لغتونو، لکه د کتاب مطالعې په څېر، مانا او ولیکئ. د داکیومینتري ژبه او تلفظ معیاري او نسبتاً اسان وي. همدارنګه، دایکیومینتري، لکه کتاب، د مالوماتو پیدا کولو ښه منبع هم ده.
په لنډه توګه، د انګلېسي ښه زدهکړه تر پینځه زیات کلونو وخت ته اړتیا لري. زدهکړه مو باید دوامداره او سیستماتیکه وي. که غواړئ پر انګلېسي ښه تسلط ولرئ، په پښتو کې باید د مکالمې مهارتونه (لیکل، لوستل، خبرې، اورېدل) لوړ کړئ. د ژبې د زدهکړې کیلي، مطالعه ده. مطالعه معیاري ژبه در زده کوي. هره ورځ محدود لغتونه زده کړئ. د هر نوي لغت معیاري تلفظ، تشریح، او د لغتونو د استمال حالتونه زده کړئ. په اول وختونو کې د فلمونو له کتلو ډډه وکړئ خو که درته سختې نه وي، ډاکیومینټریانې کتلی شئ. که مو ډاکیومینټري کتله، باید سبټایټلز ولري.
اخځلیکونه
(1) Archibald, J., Roy, S., Harmel, S., Jesney, K., Dewey, E., Moisik, S., et al. (2006). A review of the literature on second language learning.
(2) Ball, J. (2010). Enhancing learning of children from diverse language backgrounds: Mother tongue-based bilingual or multilingual education in early childhood and early primary school years. Victoria, Canada: Early Childhood Development Intercultural Partnerships, University of Victoria.