انگلا مېرکل څلورم ځل لپاره د جرمني لومړۍ وزيره وټاکل شوه

جرمني کې د پارلماني ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې د دغه هېواد لومړۍ وزيره انگلا مېرکل د څلورم ځل لپاره د جرمني لومړۍ وټاکل شوه.

د انگلا مېرکل «مسيحي ډيموکراټ» او متحد گوند يې «مسيحي ټولنيز اتحاد» په گډه ۳۵.۵ سلنه رايې اخيستي دي.

د مېرکل پخواني ايتلافي گوند «ټولنيز ډيموکراټ» گوند شل سلنه رايې تر لاسه کړي او په اپوزيسيون کې  د کيناستو پرېکړه يې کړې ده.

اسلام ضد توکمپال «اې ايف ډي» گوند د ۱۳.۵  رايو په تر لاسه کولو درېيم مقام خپل کړی دی

له ټاکنو مخکې سروې گانو اې ايف ډي گوند تر نورو مخکې ښکارېده، خو په ټاکنو کې يې بيا هغومره رايې تر لاسه نه کړای شوې. له دويمې نړيوالې جگړې وروسته دا لومړی ځل دی، چې د اې ايف ډي غړي پارلمان ته رسېږي.

له رايې اچولو وروسته انگلا مريکل خپلو پلويانو ته وويل، چې «زه د ښو پايلو په هيله وم.»

انگلا مېرکل وويل، چې حکومت به د اسلام مخالف «اې ايف ډي» گوند اندېښنې په نظر کې نيسي او هڅه به وکړي، چې د دغه گوند اندېښنو ته د ځواب موندلو له لارې يې بېرته له ځان سره يو ځای کړي.

نوې ټاکل شوې لومړۍ وزيرې وويل، چې حکومت به يې د اقتصادي ستونزو سربېره امنيتي او د کډوالو موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د مېرکل حکومت په تېرو څو کلونو يو نيم ميليون کډوالو ته پناه ورکړې، چې گڼو گوندونو پرې توندې نيوکې کړي دي.