انیل کپور یو وخت د سنجیدت دریشي په کرایه اغوسته

 

د انیل کپور اوسنجیدت تر منځ د اوږدې ملګرتیا ډیرې کیسې شته. له دې څخه یوه یې انیل کپور په دې وروستیو کې په ډاګه کړې، نوموړی وايي، یو مهال ده محفلونو ته د تګ لپاره د سنجیدت دریشي ګانې په کرایه اغوستلې.

انیل کپور، جګي شروف، ساتیش کاوشیک او ګلشن ګرور په دې وروستیو کې په یو تیاتر کې کې د خپل مشهور شریک فلم ” رام لکڼ “ د دریشمې کلیزې په نمانځنه کې راټول شوي و.

په دې مراسمو کې د ( رام لکڼ) فلم د لومړۍ نندارې تصویرونه وښودل شول چې په کې زلمی انیل کپور په یوې ښایسته دریشۍ کې ښکاري.

نوموړې دې تصویرونو ته په اشارې وویل” یو شی چې زه باید ووایم دا دریشي چې ما دفلم په دې لومړنۍ نندارې کې اغوستي ، په سلو کې سل باوري یم چې دا د کرایې دریشي وه او زما نه وه. “

ګلشن ګورور هم وویل، ريښتا هم دا دریشي د انیل کپور خپله نه ده ځکه دوی دواړو هغه وخت د کرایې دریشۍ اغوستې. ګلشن ګرور وویل:

” دا دریشي ريښتیا هم د انیل کپور نه ده. دا د رجیو مهرا واده و، پنځه نور محفلونه هم وو، خو نه انیل کپور او نه هم ما دریشي لرلې. نو موږ دواړه د اکبر په نوم ډیزاینر ته ورغلو چې د نورو اکټرانو دریشۍ ترې قرض کړو. “

هغه انیل کپور ته د سنجي دت دریشي ورکړه او ما ته یې یوازې کمیس راکړ. ځکه هغه ګومان نه کاوه چې زه به هم کوم وخت اکټر شم.“

ګلشن ګورور وايي، انیل کپور او ده باید اکبر ډیزاینر ته یو څه چاپلوسي کړی وی څو یې وروته دریشي ورکړې وی.

انیل کپور هم د دریشۍ د کرایه کولو پېښه په یاد کړه او ویې ویل، د سنجي دت دریشي پر ده یو څه لویه وه خو بیا هم بله چاره نه وه باید اغوستې یې وی.