اوباما: د اوکراین په هکله يې له ولسمشر پوتين سره خبرې کړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، په اوکراین کې د مذاکرو له لارې د سولې موافقې ته د رسیدو لپاره یې هڅې پیل کړي او مخکې له دې چې د راتلونکي کال په جنورۍ کې واک بل ولسمشر ته وسپاري، د دغې مسئلې د حل لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.

اوباما دغه راز پرون په پيرو کې د اسيا پسفيک اقتصادي همکارۍ د سرمشريزې په څنډه کې په يوه کنفرانس کې د سوريې په وحشيانه کورنۍ جګړه کې د ايران او روسيې پر رول کلک انتقادونه وکړل.

اوباما وویل، له پوتینه یې غوښتي، چې خپلو مرکچيانو ته لارښوونه وکړي، څو له امریکا، فرانسې، جرمني او اوکراين سره په ګډه کار وکړي، او د اوکراین د سولې موافقه بریالۍ کړي.

مسکو د اوکراين په ختيځ کې د هغو روس – پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې د اوکراين دولتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.