د اوتریش هېواد په ګډون د اروپا زیاتره هېوادونو کې په روانو شپو ورځو کې د اکوا بایک لوبې روانې دي او د جون تر میاشتې دوام کوي.
دغه لوبې د اروپا د قهرمانۍ جام په نوم د جنوري په ۱۶ مه نېټه پیل شوي او تر جون میاشتې دوام کوي.
د اروپا ډېری هېوادونو کې د اکوابایک قهرمانۍ جام لوبې پیل شوي دي، چې شاوخوا پنځه میاشتې به روانې وي.
اکوابایک سیالۍ د یوې کوچنۍ کښتۍ په مرسته، چې یواځې یو تن پکې ځایېږي ترسره کېږي، دغه کښتۍ د یو چلوونکي لخوا د بحر په سطحه چټکه ځغلول کېږي او خپل ټاکلي ځای ته د رسېدو په هڅه کې وي.
دې لوبو کې یو شمېر لوبغاړي په یو ځل د کښتیو سیالي پېلوي او د خورا چټک تګ په صورت کې تر منزله ځانونه رسوي.
اکوا بایک سیالۍ هرکال د نړۍ په ډېری هېوادونوکې ترسره کېږي او مخکښو لوبغاړو ته جایزې ورکول کیږي.
درانی